لښکرګاه (پژواک، ۲۷ کب۹۳): د هلمند سرحدي پوليس وايي چې په تريخ ناور سيمه کې يې د تلاشۍ پر مهال د طالبانو د وسلو او چاودېدونکو توکو يوه لويه زېرمه کشف کړې ده.
په هلمند کې د ٦٠٤ سرحدي زون رييس ارکان مل پاسوال حميد الله صديقي خبريالانو ته وويل، دا چې په تېرو ١٣ کلونو کې په تريخ ناور سيمه کې پراخ عمليات نه و شوي، نو هلته طالبانو خپله څارنوالي، قومانداني او د وسلو لپاره زېرمې جوړې کړې وې.
صديقي زياتوي، اوس چې د ذوالفقار د عملياتو په لړ کې سيمه له طالبانو پاکه شوې نو دوى د خلکو په مرسته وکولى شول د طالبانو د وسلو پټې زېرمې کشف کړي او وسلې يې ضبط کړي.
هغه همداراز وويل چې تېره ورځ هم د تريخ ناور په دوو سيمو کې د تلاشۍ پر مهال په يو موټر کې اووه ميله وسلې، ٧١ د هاوان مرمۍ، ١٨٥ د هاوان سرګلولې، يوه مخابره، د کلاشينکوف او پيکا سلګونه مرمۍ او د ماين جوړونې وسايل د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
صديقي وويل چې په سيمه کې لا هم د امنيتي ځواکونو له خوا تلاشي دوام لري او ډېر ژر به د طالبانو د وسلو نورې زېرمې هم کشف شي.
هغه وويل چې د وسلو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي. صديقي وايي چې اوسمهال د هلمند په سوېل کې ډېرې سيمې امنې شوې دي.
خو بلخوا د هملند د شمالي ولسوالۍ نوزاد اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د دوى په سيمه کې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.
د حاجي عبدالمحمد په نوم يوه قومي مشر پژواک ته په ټيلېفون کې وويل چې تېره ورځ د نوزاد په مرکزي سيمو کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي او جګړه اوس هم دوام لري.
يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د سنګين په ګډون په ټولو شمالي ولسواليو کې د طالبانو د ځپلو او د هغوى د فعاليتونو د مخنيوي لپاره دا ځل پوره چمتووالى نيول شوى.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي.
په هلمند کې د ذوالفقار عمليات چې پوره يوه مياشت وړاندې پيل شوي دي، چارواکي وايي چې د ولايت سوېلي سيمې تر ډېره له وسله والو پاکې شوې او د سنګين په څېر په شمالي ولايتونو کې اوس هم عمليات دوام لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن