ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطامحمد: که طالبانو ته کوم موقف ورکړل شي نو زه يې مخالف نه يم

عطامحمد: که طالبانو ته کوم موقف ورکړل شي نو زه يې مخالف نه يم

author avatar
18 Mar 2015 - 19:11
عطامحمد: که طالبانو ته کوم موقف ورکړل شي نو زه يې مخالف نه يم
author avatar
18 Mar 2015 - 19:11

مزارشريف (پژواک ٢٧ کب ۹۳): د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور وايي، که د سولې د روانو هڅو په لړ کې په حکومت کې طالبانو ته کوم موقف ورکړل شي، نو دی يې مخالفت نه کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د کب په ۲۷مه، له غرمې وروسته په مزارشريف کې د نوروز جشن د چمتووالي په اړه په شوې خبري ناسته کې خبريالانو ته وکړې.

د بلخ سرپرست والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيوي رييس عطامحمد نور د سولې له پروسې څخه په مشروط ډول ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې د سولې قېمت بايد دومره لوړ نه وي، چې د تېرو ديارلسو کلونو د لاسته راوړنو به بيه پرېوځي.

نور د سولې د روانو منډو ترړو په اړه وويل: ((له يوه هېواد سره په دوستي کولو بايد بل هېواد له لاسه ورنه کړو؛ له يوه بل هېواد سره په دوستي کولو بايد پاکستان له لاسه ورنه کړو.))

هغه وايي، دی پلوى دی، چې له پاکستان سره افغانستان اړيکې ښې شي، خو په دې قېمت نه چې له نورو ملکونو سره يې اړيکې د پاکستان تر اغېز لاندې وي.

د هغه په وينا، د سولې پروسه بايد رڼه او دا يې د عام ولس حق وګاڼه، چې د سولې په اړه له روانو چارو باخبره وساتل شي.

د بلخ سرپرست والي وويل، سياسي ګوندونه، چې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره په مقابل کې پاتې شوي، بايد د سولې په روانو چارو کې ترې مشوره واخيستل شي.

نوموړي په دې اړه، چې د سولې په راونو هڅو کې ښايي طالبانو ته موقف ورکړل، وويل، فکر نه کوی، چې پروسه دې هغه حد ته رسېدلې وي، چې ايا طالبانو ته کوم وزارت ورکړل شي او که نه.

خو نور وويل: ((که چېرې طالبان په رښتينې توګه د سولې له پروسې سره يو ځای شي، که کوم موقف ورکړل شي، نو زه يې مخالف نه يم؛ خو چې خلکو، نظام او دولت ته دروند تمام نه شي.))

نوموړي زياته کړه: ((که چېرې طالبان د دوه درې وزارتونه په بدل کې ټوپک غورځوي، جنګ پرېږدي او خپلو کورونو ته ستنېږي، په وطن کې امنيت راځي، نو ښه خبره ده.))

نوموړي، د نوروز جشن په اړه د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، د نوروز جشن د ډاډمن امنيت لپاره په مزارشريف ښار کې بېلا بېل افغان ځواکونه له تېرې يوې مياشتې راهيسې هڅه کوي، چې جشن په پوره امنيت کې تر سره شي.

د بلخ سرپرست والي وويل، چې نږدې ۵۶۰۰ افغان سرتېري د نوروز جشن د امنيت په موخه په دنده وګومارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه سرتېري د امنيتي سترو او وړو پوستو تر څنګ په پنځو امنيتي کمربندونو او څلورو امنيتي شريدونو کې ځای پر ځای دي.

د هغه په خبره، هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په دغو شپو ورځو کې مزارشريف ښار ته له قانوني وسلو سره دننه شي.

والي وويل، هر کال د مزارشريف په امنيتي کمربندونو کې تر ۴۰۰۰ پورې وسلې ټولېږي او د جشن له تر سره کېدو وروسته بېرته خپلو مسوولو کسانو ته سپارل کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې سږکال هم هېڅوک اجازه نه لري، چې له امنيتي کمربندنو وسلې له ځانه سره ښار ته دننه کړي.

هغه وايي، ځينې کسان شته، چې د نوروز جشن د رد په موخه بېلا بېلې څرګندونې کوي، کله يې د مذهب په تله کې ردوي، کله ورته خرافات وايي او کله يې بدعت بولي، خو ده وويل، دا جشن افغانانو ته له نيکونو پاتې دى، له دين سره هېڅ تړاو نه لري او هېڅ ډول خرافات په کې نشته دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.