ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وروستيو پېښو د کابل- کندهار پر لويه لاره د خلکو تګ راتګ کم کړى

وروستيو پېښو د کابل- کندهار پر لويه لاره د خلکو تګ راتګ کم کړى

author avatar
18 Mar 2015 - 15:41
وروستيو پېښو د کابل- کندهار پر لويه لاره د خلکو تګ راتګ کم کړى
author avatar
18 Mar 2015 - 15:41

کندهار ( پژواک، ٢٧ کب ٩٣ ) : د کابل- هرات د لويې لارې د ترانسپورټي شرکتونو مسوولين وايي چې د نا امنۍ وروستيو پېښو يې پر کاروبار اغېز کړى او د تېر په پرتله پر دې لاره د تګ راتګ کوونکو شمېر تر نيمايي راټيټ شوى دى.

دغه لويه لاره نه يواځې دا چې د جګړو له امله کنډ او کپر شوې او پلونه يې په ماينونو الوځول شوي، بلکې په دې وروستيو کې پرې د وسله والو مخالفينو له لوري له موټرو څخه د خلکو د کښته کولو او د وسله والو غلو له خوا د شوکولو پېښې ډېرې شوې دي.

نږدې يوه مياشت وړاندې پر دې لاره د زابل اړوند د پښ کندې په ساحه کې وسله والو ٣٠ تنه مسافر وتښتول چې تر اوسه يې برخليک معلوم نه دى، دغه راز دوه ورځې وړاندې بيا د غزني اړوند د جاغوريو ولسوالۍ په ساحه کې له دوو سراچه موټرو  ١٠ تنه سورلۍ کښته کړاى شوې، چې وروسته يې نهه تنه خوشې شول او يو يې وسله والو له ځان سره وساته.

دغو پېښو خلک سخت وېرولي او نور زړه نه ښه کوي چې پر دې لاره تګ راتګ وکړي. د ترانسپورټي شرکتونو مسوولين همدا خبره کوي او وايي چې د وروستيو امنيتي پېښو له امله د کابل- هرات پر لويه لاره د موټرو  تګ راتګ تر نيمايي ډېر راکم شوى دى.

د احمد شاه ابدالي بس ترانسپورټ يوه مسوول ډاکټر احمد الله پژواک خبري اژانس ته وويل، د هغوى شرکت د هېواد په کچه تر ټولو لوى ترانسپورټي شرکت دى چې موټرو  يې له کندهاره کابل، هلمند، نيمروز، هرات او نورو ولايتونو ته تګ راتګ کوي، خو وروستيو ناامنيو دغه تګ راتګ نيمايي ته راکښته کړى دى.

هغه زياته کړه: ((په تېرو کلونو کې په هرو ٢٤ ساعتونو کې د دغه شرکت له ٦٠ تر ٨٠ بسونو يواځې له کندهار څخه کابل او له کابل څخه کندهار ته تګ راتګ کاوه، خو اوس يې شمېر ٢٠ او ٣٠ ته راټيټ شوى دى.))

دى وايي، ډېره موده وشوه چې سړک خراب دى، پلونه يې ويجاړ شوي، ترافيکي کنټرول نشته او په دې وروستيو کې پرې د غلو له خوا شوکونې او د وسله والو مخالفينو ځورونې هم  زياتې شوې دي.

د نوموړي په وينا، له کندهار څخه کابل ته پر غځېدلې لاره له زابل څخه ور ها خوا د غزني ولايت ساحه تر ټولو ډېره ناامنه ده.

هغه زياتوي، د غزني په ساحه کې نه يواځې دا چې سړک ډېر خراب دى او پلونه يې ټول نړېدلي، بلکې هر وخت وسله وال طالبان راوځي، موټر دروي او مسافر ورڅخه کښته کوي.

ده وويل: ((پر دې لاره اوس هيڅوک هم په امن کې نه دي، ځکه خو په دې وروستيو کې نه عام خلک او نه سوداګر زړه ښه کوي چې پر دې لاره سفر وکړي او خپل ژوند په خطر کې واچوي.))

نوموړي دغه راز وويل چې پر دغه لويه لاره ترافيکي کنټرول يواځې د کندهار ولايت په ساحه کې کېږي او پوليس اجازه نه ورکوي چې د ورځې له لسو بجو مخکې موټر ښار ته داخل شي، خو پر نوره لاره هيڅ ترافيکي کنټرول نشته، ځکه خو ډېر مهال خونړۍ ترافيکي پېښې هم کېږي.

د احمدشاه ابدالي شرکت دغه مسوول د همدې لويې لارې په اوږدو کې د فراه ولايت د فراه رود او آب خرما په ساحو کې د وسله والو غلو يادونه وکړه او ويې ويل: ((د دې سيمه غله ډېر بې رحمه دي، د وسلې په زور موټر دروي، چلوونکى يې وژني او موټر ورڅخه بيايي.))

دى وايي، همدا څو ورځې مخکې پر دې لاره وسله والو غلو څو تنه موټر چلوونکي ووژل او موټرونه يې ورڅخه بوتلل، خو پوليس د دې پر ځاى چې د لارې امنيت خوندي کړي، يواځې دې ته تکړه دي چې له باروړونکو موټرو په زور پيسې واخلي.

هغه د کابل- هرات لويه لاره چې له  ميدان وردګو، غزني، زابل، کندهار، هلمند او فراه ولايتونو تېرېږي د هېواد په کچه لومړۍ درجه مهمه لاره وګڼله او ويې ويل چې پوليس او ملي اردو زرګونه سرتېري د دې لارې امنيت نه شي خوندي کولى، نو نور به د کوم ځاى امنيت خوندي کړي؟

نوموړى وايي: ((پر دې لاره د امنيتي ځواکونو پوستې شته، خو هغوى سړک نه بلکې خپل ځانونه ساتي.))

هغه له کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل، مخکې له دې چې پر دې لاره امنيت نور هم خراب شي او له امله يې سوداګري او ګڼې نورې چارې اغېزمنې شي، د دې لويې لارې د ساتنې لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

د عبدالمجيد په نوم د کابل- کندهار د لويې لارې يو موټر چلوونکى هم وايي چې يواځې له کندهار څخه د زابل تر جلدک سيمې پورې لاره ښه ده، خو پر نوره لاره تر کابل پورې يې هم ځان او هم سورلۍ پر خداى سپارلي وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې شته، خو طالبانو يې ان په سل مترۍ کې پلونه په ماينونو الوځولي وي، هغوى چې پل نه شي ساتلاى، د مسافرو امنيت به څه وساتي؟

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د دې مهمې لارې امنيت په هر حال کې خوندي کړي او دغه راز دې د سړک د جوړولو غم هم وخوري.

د محمد عارف په نوم د کندهار ښار يو اوسېدونکى چې کابل ته د موټر له لارې سفر کوي، وايي پر دې لاره ناامني ځکه ده چې د ولايتونو ټول چارواکي د اړتيا پر مهال کابل ته د الوتکو له لارې سفر کوي.

هغه پژواک ته وويل: ((که چارواکو د کابل- کندهار پر لويه لاره سفر کولى، نو امنيتي ځواکونو به په هر حال کې د لارې امنيت خوندي کولى، خو دا چې هغوى پرې تګ راتګ نه کوي نو امنيتي ځواکونه هم د لارې امنت ته پام نه کوي، ځکه عام خلک هغوى ته هيڅ ارزښت نه لري.))

دى وايي، له کندهار څخه کابل ته په الوتکه کې د سفر بيا ٥ زره افغانۍ ده او په موټر کې پنځه سوه افغانۍ، نو په داسې حال کې به بې وزله وګړي څنګه وکولى شي چې د هوا له لارې سفر وکړي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې چارواکي مجبور کړي څو د اړتيا پر مهال د ځمکې له لارې سفر وکړي، ځکه په دې توګه به امنيتي ځواکونه د لارې د امنيت په ساتلو مجبور شي او له مخې به يې عامو وګړو، ناروغانو او سوداګرو په ډاډه زړه د سفر کولو اسانتيا برابره شي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي چې پوليسو له کندهار څخه کابل ته پر غځېدلې لاره د زابل تر ښار صفا او هرات ته پر غځېدلې لاره تر ميوند ولسوالۍ پورې امنيت په بشپړه توګه خوندي کړى دى.

هغه زياته کړه، په دغو ساحو کې پوليس دشپې او ورځې په منظمه توګه ګزمې کوي چې له مخې يې مسافر په ډاډه زړه بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه کوي.

د ده په خبره، پوليسو د دې تر څنګ له کندهار ښار څخه اروزګان ولايت او ګڼ شمېر ولسواليو ته د غځېدلو لارو امنيت خوندي کړى او هڅه کوي چې د ګاونډيو ولايتونو له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى د لارو امنيت نور هم ښه شي.

د زابل امنيه قوماندان غلام سخي روغ لېونى وايي چې د کابل- کندهار د لويې لارې ١٢٠ کيلومتره سړک له زابل ولايت څخه تېرېږي چې هغوى يې امنيت په بشپړه توګه خوندي کړى دى.

هغه پژواک ته وويل ، د همدې لارې په اوږدو کې د امنيت ساتلو په موخه د پوليسو ٤٠ امنيتي پوستې ځاى پر ځاى شوي او وسله وال مخالفين نه شي کولى چې سړک ته راووځي او د لارې مسافر وځوروي، خو دومره کولى شي چې له لرې ساحو څخه پر سړک د پيکا او دهشکې ډزې وکړي.

نوموړي دا هم رد کړه چې ګواکې يوه مياشت وړاندې وسله والو ٣٠ تنه مسافر د زابل په ساحه کې تښتولي، بلکې هغه وويل چې دغه کسان د غزني په ساحه کې تښتول شوي دي.

خو هغه ډاډ ورکړ چې د لارې د لا ښه امنيت لپاره به خپلې هڅې نورې هم زياتې کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.