کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٣): د ملي امنيت منسوبينو پر کابل ښار باندې د راکيټي بريد مخنيوى کړى دى.
د دغه رياست د مطبوعاتو د دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، وسله والو مخالفينو غوښتل چې ياد اته BM1 ډوله راکټونه پر کابل ښار باندې د نوي کال د جشن د لمانځنې په ورځو کې وتوغوي.
سرچينه وايي چې د ملي امنيت عمومي رياست موظفينو دغه راکټونه د کابل په ختيځ د خاکجبار ولسوالۍ له اړوند سيمو ترلاسه او شنډ کړي، چې په دغه کار سره يې هېوادوالو له مرګ ژوبلې مخنيوى کړى دى.
د ملي امنيت عومي رياست وايي چې دغه راز د امنيت موظفينو د کابل له ده سبز ولسوالۍ يو شمېر وسلې هم کشف او تر لاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون شپه د کابل شپږمې امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې دوه ځانمرګي بريدګر په داسې حال کې ووژل شول چې د پوليسو له لوري وپېژندل شول او يوه يې بيا خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودونه ورکړه.
پوليس وايي، يادو کسانو د نوي کال په ورځو کې د ځانمرګو بريدونو هوډ درلود او په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن