ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پر ښار د راکټي بريدونو مخنيوى وشو

د کابل پر ښار د راکټي بريدونو مخنيوى وشو

author avatar
19 Mar 2015 - 15:51
د کابل پر ښار د راکټي بريدونو مخنيوى وشو
author avatar
19 Mar 2015 - 15:51

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٣): د ملي امنيت منسوبينو پر کابل ښار باندې د راکيټي بريد مخنيوى کړى دى.

د دغه رياست د مطبوعاتو د دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، وسله والو مخالفينو غوښتل چې ياد اته BM1 ډوله راکټونه پر کابل ښار باندې د نوي کال د جشن د لمانځنې په ورځو کې وتوغوي.

سرچينه وايي چې د ملي امنيت عمومي رياست موظفينو دغه راکټونه د کابل په ختيځ د خاکجبار ولسوالۍ له اړوند سيمو ترلاسه او شنډ کړي، چې په دغه کار سره يې هېوادوالو له مرګ  ژوبلې مخنيوى کړى دى.

د ملي امنيت عومي رياست وايي چې دغه راز د امنيت موظفينو د کابل له ده سبز ولسوالۍ يو شمېر وسلې هم کشف او تر لاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شپه د کابل شپږمې امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې دوه ځانمرګي بريدګر په داسې حال کې ووژل شول چې د پوليسو له لوري وپېژندل شول او يوه يې بيا خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودونه ورکړه.

پوليس وايي، يادو کسانو د نوي کال په ورځو کې د ځانمرګو بريدونو هوډ درلود او  په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.