ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: خلکو ته د اطلاعاتو په لاسرسي کې ژمن یو

حکومت: خلکو ته د اطلاعاتو په لاسرسي کې ژمن یو

author avatar
20 Mar 2015 - 15:04
حکومت: خلکو ته د اطلاعاتو په لاسرسي کې ژمن یو
author avatar
20 Mar 2015 - 15:04

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٣): د افغانستان حکومت وایي چې د بیان د ازادۍ د ودې او پیاوړتیا او د افغانستان د اساسي قانون له مخې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د زمینې برابرولو ته ژمن دی.

د ولسمشرۍ  ماڼۍ په هغې خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ (د کب ۲۹مه) پژواک خبري آژانس ته را رسېدلې، راغلي چې په مرکز او ولایتونو کې دولتي چارواکي مکلف دي چې په خپلو کاري برخو کې خبریالانو ته سم او دقیق معلومات ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي:  “د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی قطعاً موږ ته د منلو وړ نه دی او دا ډول پېښې به په جدي ډول تعقیب شي.”

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د  ولسمشرۍ عالي مقام به د مدنې ټولنې له بنسټونو سره په همغږۍ له خبریالانو د ملاتړ، د بیان د ازادۍ د پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسري لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

تر دې وړاندې ولسي جرګې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون مصوبه چې له مخې یې دولتي او غیر دولتي سرچېنې مکلفې دي چې کره معلومات د رسنیو په واک کې ورکړي، په شپږو فصلونو او ۳۲  مادو کې د ۹۳ کال د چنګاښ په وروستیو کې تایید کړې او د توشېح لپاره یې  ولسمشر ته استولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې تر دې وړاندې ویلي وو چې  د اطلاعاتو پر خپرېدو د حکومت له خوا محدودیت اندېښمنوونکی دی.

دا اتحادیه وایي چې په وروستیو اونیو کې ځينو حکومتي ادارو، داسې اقدامات کړي دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه د محدودیتونو ښکارندویي کوي.

همدارنګه ویل شوي چې د ملي امنیت شورا لارښونه کړې چې تر دې وروسته یوازې د کورنیو چارو وزارت ویاند کولای شي د افغانستان د پولیسو په استازیتوب له رسنیو سره خبرې وکړي او په ولایتونو کې د پولیسو قوماندانان او د هغوی ویندویان، رسنیو ته د اطلاعاتو د وړاندې کولو حق نه لري.

په یوه بل اقدام کې د بامیانو والي د دغه ولایت ټولو ادارو ته امر کړی چې د دغه ولایت هېڅ مامور او یا دولتي چارواکی د والي د ویاند له دفتر سره له اړیکې  پرته، باید خبریالانو ته اطلاعات ورنه کړي.

همدارنګه د هرات او کونړ ولایت خبریالان هم د دغو ولایتونو اړوند دولتي ادارو له خوا د اطلاعاتو د وړاندې کولو پر وړاندې د محدودیتونو له زیاتوالي سر ټکوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.