مزارشريف (پژواک د وري لومړۍ نيټه٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د زرګونو تنو په ګډون د حضرت علي کرم الله وجهه د زيارت جنډه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پورته شوه.
د پژواک خبريال د مراسمو له ځايه خبرو راکوي چې دغه جنډه نن له غرمې مخکې په لسو بجو او ٤٥ دقيقو په داسې حال کې پورته شوه چې سخت امنيتي تدابير نيول شوي و. له معمول سره سم د جنډې د پورته کولو پر مهال شپږ د توپ ډزې هم وشوې.
په دغو مراسمو کې د ولسمشر لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم، د بلخ والي عطامحمد نور، ځينې نورو چارواکيو او يو شمېر بهرنيو مېلمنو برخه لرله.
ويناوالو د نوي لمريزکال د رارسېدو له امله مبارکي وويله او هېله يې وښوده، چې دغه کال د سولې او خوښۍ کال وي. په دې اړه جزييات به وروسته خپاره شي.
هرکال د وري په لومړۍ نېټه په مزار کې د جنډې د پورته کولو مراسم ترسره کيږي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن