ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “فرخندې” سوځول شوى جسد خاورو ته وسپارل شو

د “فرخندې” سوځول شوى جسد خاورو ته وسپارل شو

author avatar
22 Mar 2015 - 16:19
د “فرخندې” سوځول شوى جسد خاورو ته وسپارل شو
author avatar
22 Mar 2015 - 16:19

کابل(پژاوک، ٢ورى ٩٤): په کابل کې د قرانکريم د سوځولو په تور د وژل شوې مېرمن فرخندې سوځول شوى مړى، کابل کې په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شو چې تابوت يې د معمول خلاف ښځو پر اوږو اخيستى و.

 مېرمن فرخنده د کب په( ٢٨مه) د کابل د شاه دو شمشېره جومات مخې ته خلکو په وهلو، وهلو ووژله او بيا يې د هغې جسد ته اور ورته کړ.

خلکو ويل چې فرخندې قران کريم ته اور اچولى ، خو د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ويلي چې په ياده سيمه کې قران کريم نه دى سوځول شوى.

 د فرخندې د جنازې په مراسمو کې په سلګونو کابل ښاريانو، د مدني ټولنې غړو، د ملي شورا غړو او ځينو حکومتي چارواکو ګډون کړى و. د فرخندې سوځول شوى جسد د جنازې له لمانځه وروسته د کابل ښار د خيرخانې په پنجصد فاميلۍ غونډې کې خاورو ته وسپارل شو.

 فرخنده د کاپيسا ولايت اصلي اوسېدونکې ده، خو کورنۍ يې اوسمهال د خيرخانې په لب جر سيمه کې اوسېږي.

د فرخندې پلار انجنير نادرملک زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې فرخنده دعايشې صديقې له دارالعلوم څخه فارغه شوې وه او په دې وروستيو کې يې د قران کريم د تجويد زده کړه پيل کړې وه.

 هغه وويل:((فرخنده د پنجشنبې په ورځ د دعا لپاره شاه دوشمشېره زيارت ته تللې وه، هلته يې هم ښځو ته تبليغ کاوه چې زيارت ته دې په حجاب کې راځي، فرخندې يوه تعويذ ليکونکي ملا ته چې، ښځې يې تېر اېستلې، نصحت کړى و چې د هغه دا کار  د شريعت خلاف دى، بايد لاس ورڅخه واخلې، ملاغوسه شوى او د فرخندې د له منځه وړلو لپاره يې په هغې تور لګولى چې ګني فرخندي قران شريف سوځولى دى.))

 د فرخندې پلار له حکومت څخه د عدالت غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د لور د وژنې عاملين  دې په سخته جزا محکوم شي.

يوه ديني عالم چې د فرخندې د خښولو په مراسمو کې يې ګډون کړى و، وويل چې فرخنده په بې رحمۍ سره وژل شوې او هېڅوک هم حق نه لري چې په خپل سر د چا د وژلو حکم وکړي.

د هغه په خبره، هغه کسان چې د فرخندې په وژنه کې ښکېل دي او يايې ددې عمل ملاتړ کړى؛ د خداى پر وړاندې مجرم دي.

 هغه زياته کړه:((د فرخندې په وژنه کې ځايي پوليس هم ښکېل وو، ځکه چې ددې نجلۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره يې هېڅ کار نه دى کړى او له حکومت څخه مو غوښتنه داده چې په دې قضيه کې غفلت ونه کړي او هغه کسان چې دا کار يې کړى، بايد په عام محضر کې د اسلامي شريعت او په هېواد کې له نافذه قوانينو سره سم مجازات شي.))

د فرخندې د خښولو مراسمو ته را غليو کسانو ټينګار کاوه چې ددې پېښې ټول عاملين او هغوى چې ددې عمل ملاتړ يې کړى؛ بايد ونيول شي او جزا ورکړل شي.

 دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د مېرمن فرخندې د وژنې پېښې د هر اړخيزې څېړنې لپاره يو کمېسيون ګومارلى دى.

د کورنيو چارو وزارت هم د فرخندې د وژنې په تړاو ١٣ تنه نيولي او ويلي يې دي چې قضيه تر څېړنې لاندې ده او له هغو پوليسو هم پوښتنې ګروېږنې کېږي چې د فرخندې د وژنې پرمهال د پېښې په ځاى کې وو.

ياد شوي وزارت همدارنګه ويلي چې د کابل د دويمې امنيتي حوزې د پوليسو د امر دنده هم ځنډول شوې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.