کابل(پژواک، ٢ ورى ٩٤): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د فرخندې د وژنې او سوځونې په تړاو يې ١٣ تنه نيولي او قضيه تر جدي څېړنو لاندې ده.
فرخنده د کب په( ٢٨مه) د کابل د شاه دو شمشېره جومات مخې ته خلکو په وهلو، وهلو ووژله او بيا يې د هغې جسد ته اور ورته کړ.
خلکو ويل چې فرخندې قران کريم ته اور اچولى ، خو د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ويلي چې په ياده سيمه کې قران کريم نه دى سوځول شوى.
د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي رييس لوى پاسوال ظاهر ظاهر چې د فرخندې د خښولو په مراسمو کې يې ګډون کړى و، په خپلو خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د فرخندې د قضيې عاملين به ونيسي.
ظاهر ژمنه وکړه چې دغه قضيه په جدي ډول څېړي. هغه زياته کړه:((که چېرته په دې لار کې وژل کېږم هم، خو د فرخندې د بې رحمانه وژنې عاملين نيسم او د قانون منګولو ته يې سپارم، د کورنيو چارو وزارت په استازولۍ ډاډ ورکوم چې يو يې هم نه پرېږدم، ټول نيسم، څنګه مې چې د پغمان د پېښې تېري کوونکي تر داره ورسول، له دې کسانو سره هم دا ډول چلند کوم.))
د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارې عمومي رييس د معلوماتو له مخې، نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى چې د فرخندې په وژنه او سوځونه کې يې لاس درلود.
نوموړي د نيول شوو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.
هغه زياته کړه چې د څېړنو او پلټنو پايله څرګندوي چې فرخنده په بشپړه توګه بې ګناه وه، هېڅ ډول جرم يې نه و کړى او د پېښې په ځاى کې د قرانکريم د سوځولو هېڅ ډول نښه نښانه نه وه.
هغه زياته کړه چې د پېښې په ځاى کې له حاضرو پوليسو څخه هم کلکې څېړنې پيل شوې او په وينا يې چې د اړوندې امنيتي حوزې د امر دنده يې ځنډولې او پېښه په هر اړخيزه توګه تر څېړنې لاندې ده.
شاه دوشمشېره زيارت د کابل ښار دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې موقعيت لري.
ظاهر همدارنګه ګواښ وکړ چې که د پوليسو کوم منسوب په دې قضيه کې وظيفوي غفلت کړى وي، له جدي پوښتنو ګروېږنو سره به مخ شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن