ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د درېيو قومي مخورو په ګډون پنځه تنه ووژل

طالبانو د درېيو قومي مخورو په ګډون پنځه تنه ووژل

author avatar
22 Mar 2015 - 14:32
طالبانو د درېيو قومي مخورو په ګډون پنځه تنه ووژل
author avatar
22 Mar 2015 - 14:32

ميمنه(پژواک، ٢ ورى ٩٤): په اندخوى ولسوالۍ کې ځايي چارواکي وايي چې طالبانو د درېيو قومي مخورو په ګډون پنځه تنه له تښتولو وروسته په ليلې دښته کې وژلي دي.

د اندخوى ولسوال سلطان سنجر پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخواني جهادي قوماندانان امر اسلم او امر فيض الله، قومي مشران ډاکټر سيدامين، اشرف او حفيظ الله چې تېره ورځ د طالبانو له خوا برمته شوي وو؛ مړي يې تېره شپه ناوخته تر لاسه شوي دي.

ده وويل چې پوليسو يادشوي مړي تېر ماښام اووه نيمې بجې په ليلې دښته کې موندلي دي.

 د ولسوال د معلوماتو له مخې، ياد شوي کسان د نوي کال په شپه د حاجي محمدقل محلې ته له نورو ٣٠٠ تنو سره يو ځاى بلل شوي وو، شپه يې تېره کړې او تېره ورځ شاوخوا لس بجې بېرته خپلې سيمې ته د را ستنېدو پرمهال د لارې په اوږدو کې په ځنګل سيمه کې طالبانو ونيول.

په ولسي جرګه کې د فارياب استازي بشيراحمد ته ينج چې د فارياب د اندخوى ولسوالۍ اوسېدونکى دى، ددې پېښې دغندنې تر څنګ يې پژواک ته وويل چې ياد شوي پنځه تنه د طالبانو د قوماندان قاري احمد له خوا وژل شوي دي.

 د ته ينج په خبره، ډاکټر سيدامين د اندخوى، امر اسلم د قورغان، امر فيض الله، اشرف او حفيظ الله د دې ولايت د قرمقول ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د فارياب امنيتي چارواکو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د اجرايي رياست د سلاکار جنرال عبدالمالک په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ ګوند مشر ددې عمل په غندلو سره له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ددې پېښې عاملان ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.