کابل(پژواک،٢ ورى ٩٣): ولسمشرمحمداشرف غني تېره شپه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د پنځه ورځني رسمي سفر لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پلازمېنې واشنګټن ډې سي ته روان شو.
د ولسمشر د وياند دفتر د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني به د خپل دغه سفر په لړکې د امریکا له جمهور رئیس بارک اوباما، د دغه هېواد د جمهوري ریاست له مرستیال جوبایدن، د کانګرس له مشر، د ناټو سازمان له سرمنشي، د امریکا د بهرنیو چارو،دفاع او د دارایۍ او خزانې له وزیرانو او د نړیوال بانک له مدیره پلاوي سره وګوري.
دغه راز سرچينه ليکي چې ولسمشر غني به د پنجشنبې په ورځ له واشنګټن ډې سي څخه نیویارک ته روان شي او د ملګرو ملتونو د سازمان په مقرکې به د دغه سازمان له سرمنشي بانکي مون سره وګوري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر سره په دغه سفرکې د حکومت اجرايیه ريیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د وسله وال پوځ لوی درستیز شېر محمد کریمي، د ملي امنیت لوی ريیس رحمت الله نبیل، د چارو د ادارې لوی ريیس عبدالسلام رحیمي، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ريیسه سیما سمر، په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار حضرت عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا د دارالانشا ريیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ملګرتیا کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن