ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او سمنګانو کې د بزګر ورځ ونمانځل شوه

کابل او سمنګانو کې د بزګر ورځ ونمانځل شوه

author avatar
22 Mar 2015 - 19:49
کابل او سمنګانو کې د بزګر ورځ ونمانځل شوه
author avatar
22 Mar 2015 - 19:49

کابل، ايبک (پژواک ٢ ورى ٩٤): کابل او سمنګانو ولايتونو کې د بزګر ورځ (د وري دويمه) د کرنيزو نندارتونونو او کنسرټونو د تر سره کولو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

يو له دغو نندارتون د کابل ښار په بادام باغ کې تر سره شو.

په بادام باغ کې د کرنې د ودې او د کليو د پراختيا پروګرام (CARD-F) د اړيکو مسوول حميدالله وردګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د افغاني توليداتو د ودې او هغو ته د بازار موندنې لپاره، هر کال دا ډول نندارتونونه تر سره کوي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، په دغه نندارتون کې د کرنيزو محصولاتو، صنعتي توليداتو، د کرنې او مالدارۍ تخنيکي وسايلو شاوخوا ٢٠٠ غرفې نندارتون ته وړاندې شوې دي.

د وردګ په وينا، دغه نندارتون به د درېيو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانيستى وي.

د ياد نندارتون يوه ګډونوال او د ايسکريم توليدوونکي محمداکرم رسولي، د دا ډول نندارتونونو جوړول اړين وبلل او ويې ويل، د ايسکريم د توليد په برخه کې يې په مستقيم ډول شاوخوا ٥٠٠ کسانو او دغه راز په غيرمستقيم ډول يې له دوه زره څخه ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

هغه له خلکو وغوښتل چې د کورنيو توليداتو د ودې په موخه افغاني توليدات وکاروي، څو د هېواد اقتصاد پرمختګ وکړي او خلکو ته د ډېر کار زمينه برابره شي.

د کابل په بادام باغ کې، نن د نندارتون ترڅنګ د افغاني هنرمندانو له لوري يو کنسرټ هم وړاندې شو، چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى وو. په دغه کنسرټ کې تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې شوې.

دغه راز نن د سمنګانو ولايت د مرکز د ايبک ښار په الماس هوټل کې هم د مالدارانو او بزګرانو د محصولاتو، د کرنيزو او مالدارۍ وسايلو او دغه راز د کرنيز درملو په اړه په ٢٤ غرفو کې يو نندارتون د دوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شو.

د سمنګانو د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير محمدحسن دانا پژواک ته وويل، چې له دغه نندارتون څخه يې موخه د کورنيو توليداتو وده او د بزګرانو او مالدارانو هڅول دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، سمنګان د هېواد له کرنيزو ولايتونو بلل کېږي او د دغه ولايت ٨٥ سلنه خلک بزګران دي.

د ياد نندارتون په لومړۍ ورځ د سمنګانو د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت بزګرانو ته له دوه سوه ډوله څخه زيات وسايل په وړيا ډول ووېشل شول.

د ياد نندارتون يوه ګډونوال محمد عيسى، چې د لبنياتو کوچنۍ فابريکه لري، وويل: “د دا ډول نندارتونونو وړاندې کول، مارکېټ ته زموږ اجناس ور پېژندلى شي او د هېواد توليداتو ته وده ورکولى شي.”

دغه راز د سمنګانو ولايت زرګونه اوسېدونکي، د نوي کال او د بزګر ورځې د نمانځنې په موخه د “استوپه او تخت رستم” سيمو ته چې د ايبک ښار په درې کيلومټرۍ کې پرتې دي، تللي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.