ښرنه (پژواک، ٣ ورى ٩٤): د پکتيکا د پوهنې رياست مسوولين وايي، سږ کال به په دغه ولايت کې د ديني زده کړو ۱۱ مرکزونو او ١٢ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې او ٤٣ ښوونځي به بياورغول شي.
دغه څرګندونې د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي په هغو مراسمو کې وکړې، چې د هېواد په سړو سيمو کې د ۱۳۹۴ ښوونيز کال د پيل په مناسبت نيول شوي وو.
ده وويل، په ۱۳۹۴ ښوونيز کال کې به د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د يوه دارالعلوم، پنځو دارالحفاظونو او ۵ ديني مدرسو د ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شي او د کال په اوږدو کې به جوړې شي.
هغه زياته کړه، دغه راز به د ولايت په کچه د ١٢ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي او د ٤٣ ښوونځيو ودانۍ به ترميم شي.
د نوموړي په وينا، د يادو ټولو ديني مرکزونو او ښوونځيو د نوو ودانيو جوړول او بيارغول د پوهنې وزارت له لوري د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (يونيسيف) په مالي مرسته ترسره کېږي.
د پوهنې رييس وايي، دغه راز په پام کې ده چې سږ کال د نړيوال بانک په مالي مرسته د زده کړو ٥٤ سيمه ييز مرکزونه، په بېلابېلو ښوونځيو کې شل تفريحي ځايونه او لس وړکتونونه جوړ شي.
خو ځاځي د يادو ټولو پروژو د لګښتونو په اړه څه ونه ويل.
هغه زياتوي، تېر ښوونيز کال (۱۳۹۳) کې د مسلکي او ښځينه ښوونکو کمښت، د لرې پرتو ولسواليو د امنيتي ستونزو له امله نه نظارت او د تخصيص کموالی، هغه ستونزې وې چې په دغه ولايت کې يې ښوونيز بهير ټکنی کړی و.
د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولايت کې ١٥٥زره زده کوونکي چې ٢٦زره يې نجونې دي، په ٣٥٣ ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي.
په يادو مراسمو کې د مرکزي زون لپاره د يونسيف مشرې مين وينکل ژمنه وکړه چې دوى به د پکتيکا د ښوونيز بهير د پرمختيا لپاره هلې ځلې وکړي او د ښوونې او روزنې په برخو کې به اسانتياوې ورته برابرې کړي.
د بادشاه خان په نوم يوه قومي مشر بيا پژواک اژانس ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله په پکتيکا کې له زده کړو سره د خلکو مينه زياته شوې او خلک هم د خپلو اولادونو له زده کړو سره لېوالتيا لري.
خو هغه يادونه وکړه، چې تېر کال د پوهنې رياست له لوري ډېرى ښوونځيو ته په وخت کتابونه او قرطاسيه ونه رسېده، چې له امله يې زده کوونکي په زده کړو کې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شول.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن