ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي پيوستون په خوست کې د بيارغونې ٤٠٠ پروژې پلې کوي

ملي پيوستون په خوست کې د بيارغونې ٤٠٠ پروژې پلې کوي

author avatar
23 Mar 2015 - 14:49
ملي پيوستون په خوست کې د بيارغونې ٤٠٠ پروژې پلې کوي
author avatar
23 Mar 2015 - 14:49

خوست (پژواک، ٣ ورى ٩٣): د خوست چارواکي وايي چې د روان ١٣٩٤ هجري لمريز کال په اوږدو کې د ځينو ولسواليو په ٢٠٣ کليو کې د بيارغونې٤٠٠ بېلابېلې پروژې پلې کېږي.

د خوست د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې يادې پروژې د ولايت مقام د پرله پسې هڅو په پايله کې د ملي پيوستون پروګرام له لوري منظورې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالي روان په حواله ويل شوي چې دغه پروژې د صبريو، يعقوبيو، باک، تريزايي، عليشېرو، موسی خېلو، نادرشاه کوټ، ګربز او تڼيو ولسواليو په ٢٠٣ مختلفو کليو کې د خلکو په خوښه پلې شي.

روان زياتوي چې د يادو پروژو پر پلې کېدو شاوخوا ٣٩١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د ترانسپورت، کرنې او سيمه ييزې رغونې په برخو کې پلې کېږي.

په خبرپاڼه کې د پروژو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي، خو زياته کړې يې ده چې له امله به يې زرګونو وزګارو خلکو ته د کاري زمينې د برابرېدو  ترڅنګ د امنيت په ټينګښت کې د خلکو ملاتړ لاهم زيات شي.

بريالي روان ويلي چې ولايتي ادارې د خلکو له غوښتنو سره سم د نورو نوو  پروژو  وړانديزونه هم مرکز ته لېږلي او تمه لري چې مثبته پايله به ترلاسه کړي.

سرچينې د يادو پروژو پلې کول د خوست د بيارغونې په ډګر کې ستر ګام بللی او زياته کړې يې ده چې د ټولو هغو نيوکو او منفي حرکتونو ځواب وايي چې د پرمختګ او بيارغونې پر برخو کېږي.

د يادونې ده، په تېر ١٣٩٣ لمريز کال کې يواځې د ملي پيوستون د پروګرام په چوکاټ کې د نږدې ۷۵ ميليونو افغانيو په لګښت ٨٣ پروژې پلې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.