خوست (پژواک، ٣ ورى ٩٣): د خوست چارواکي وايي چې د روان ١٣٩٤ هجري لمريز کال په اوږدو کې د ځينو ولسواليو په ٢٠٣ کليو کې د بيارغونې٤٠٠ بېلابېلې پروژې پلې کېږي.
د خوست د ولايت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې يادې پروژې د ولايت مقام د پرله پسې هڅو په پايله کې د ملي پيوستون پروګرام له لوري منظورې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالي روان په حواله ويل شوي چې دغه پروژې د صبريو، يعقوبيو، باک، تريزايي، عليشېرو، موسی خېلو، نادرشاه کوټ، ګربز او تڼيو ولسواليو په ٢٠٣ مختلفو کليو کې د خلکو په خوښه پلې شي.
روان زياتوي چې د يادو پروژو پر پلې کېدو شاوخوا ٣٩١ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د ترانسپورت، کرنې او سيمه ييزې رغونې په برخو کې پلې کېږي.
په خبرپاڼه کې د پروژو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي، خو زياته کړې يې ده چې له امله به يې زرګونو وزګارو خلکو ته د کاري زمينې د برابرېدو ترڅنګ د امنيت په ټينګښت کې د خلکو ملاتړ لاهم زيات شي.
بريالي روان ويلي چې ولايتي ادارې د خلکو له غوښتنو سره سم د نورو نوو پروژو وړانديزونه هم مرکز ته لېږلي او تمه لري چې مثبته پايله به ترلاسه کړي.
سرچينې د يادو پروژو پلې کول د خوست د بيارغونې په ډګر کې ستر ګام بللی او زياته کړې يې ده چې د ټولو هغو نيوکو او منفي حرکتونو ځواب وايي چې د پرمختګ او بيارغونې پر برخو کېږي.
د يادونې ده، په تېر ١٣٩٣ لمريز کال کې يواځې د ملي پيوستون د پروګرام په چوکاټ کې د نږدې ۷۵ ميليونو افغانيو په لګښت ٨٣ پروژې پلې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن