پلخمري (پژواک، ٣ ورى ٩٤): په بغلان ولايت کې يوه مېرمن د خپل خاوند له خوا له دې امله پر لور وژل شوې چې خاوند يې د کور د فرش پلورلو ته نه و پرېيښى.
دغه پېښه تېره شپه د بغلان د مرکز پلخمري په ډنډ شهاب الدين سيمه کې رامنځته شوې ده.
د بغلان د ښځو چارو مشره خديجه يقين وايي چې خاوند د ٣٢ کلنې پلوشې له وژلو وروسته تښتېدلى دى.
يقين دا وژنه په کلکه وغندله او د پېښې د عامل د نيولو او د مجازات غوښتنه يې وکړه.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى له واده لس کاله کېدل او له مېرمنې يې پنځه ماشومان پاتې دي.
مېرمن يقين د دې وژنې لامل کورني اختلافات بولي، خو دغه اختلاف يې څرګند نه کړل.
د محب الله په نوم يوه ځايي اوسېدونکي وويل: ((د دې مېرمن خاوند حبيب الله هيرويني و او د کور ټول لوښي يې پلورلي وو، غوښتل يې چې د کور يواځېنى پاتې فرش هم وپلوري، خو مېرمنې او ماشومانو يې مخنيوى وکړ.))
دغه اوسېدونکي زياته کړه چې ٣٧ کلن حبيب الله دغه مېرمن د غاړې او شا په برخو پر لور وهلې او وژلې ده.
تېر کال يوه ١٧ کالنه ناوې په پلخمري ښار کې د خپل روږدي خاوند له خوا ووژل شوه او خاوند يې د خپل مېرمنې له ګاڼو سره وتښتېده.
پخوا په بغلان کې د نشه يي توکو د روږدو شمېر څلور زرو کسانو ته رسېده، خو اوسمهال دغه شمېر د پلخمري د ١٥٠٠ ښاريانو په ګډون څه باندې دوو زرو کسانو ته رسېږي.
د بغلان د ښځو چارو مشرې وويل: ((د تاوتريخوالي د ټيټېدو لامل دا دى چې موږ خلکو ته د عامه پوهاوي او په اقتصادي برخه کې د ښځو د پياوړتيا لپاره حرفوي دورې جوړې کړې او مهم يې دا چې د عامه پوهاوي پروګرام په ولسواليو کې پلى شوى چې ښځې له خپلو حقونو خبرې شي.))
مېرمن يقين وايي چې په ولسواليو کې د ځايي رسنيو له لارې پيغامونه او خپرونې، د عامه پوهاوي ورکولو روزنيزې دورې او د ديني عالمانو خبرې په دې ولايت کې د تاوتريخوالي د کمښت نور لاملونه دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن