ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشران: د مطيع الله خان وژنه بايد دقيقه وڅېړل شي

قومي مشران: د مطيع الله خان وژنه بايد دقيقه وڅېړل شي

author avatar
24 Mar 2015 - 17:20
قومي مشران: د مطيع الله خان وژنه بايد دقيقه وڅېړل شي
author avatar
24 Mar 2015 - 17:20

کندهار (پژواک، ٤ ورى ٩٤): د اروزګان قومي مشران او د مدني ټولنې غړي وايي، چې د دغه ولايت امنيه قوماندان مطيع الله خان په ځانمرګي بريد کې نه، بلکې د يوې دسيسې له مخې په مرموز ډول وژل شوى دى.

هغوى ګواښ وکړ چې که حکومت د دې پېښې سمه څېړنه ونه کړي، نو د اروزګان خلک به لاريونونه وکړي.

د اروزګان قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو پورته څرګندونې د وري په ٤مه په کندهار پريس کلب کې خبريالانو ته وکړې.

د اروزګان امنيه قوماندان مطيع الله خان يوه اوونۍ وړاندې (د تېر کال د کب ٢٧مه) ماښام په اوو بجو په پلازمېنه کابل کې د نامعلومو کسانو له خوا په نامعلوم ځاى کې په مرموز ډول ووژل شو.

د سميع الله شرافت په نوم يوه قومي مشر يادې غونډې ته وويل، دا چې په اروزګان کې رسنۍ محدودې دي، په همدې موخه کندهار ته راغلي تر څو دلته د رسنيو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

هغه زياته کړه، که څه هم د کابل امنيتي چارواکي وايي چې د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله خان په ځانمرګي بريد کې وژل شوى، خو د ده د جسد له ليدو معلومه شوه چې هغه د سينې په برخه کې په مرمۍ ويشتل شوى دى.

د ده په وينا، مطيع الله خان د مرکزي ادارې له خوا کابل ته غوښتل شوى و او هلته په صافي لنډمارک هوټل کې اوسېده چې د ماښام په اوو بجو د يوه لوړپوړي چارواکي له خوا ورته زنګ وهل شوى او هغه ته بهر راوتلى ، وروسته ترى تم شوى او بيا په مرموز ډول وژل شوى دى.

دى وايي: ((موږ د صافي لنډمارک امنيتي کامرې چيک کړې، مطيع الله خان ته د ماښام په اوو بجو يوه لوړپوړي چارواکي زنګ وهلى او د باندې ور وتلى دى؛ ځکه هغه عادي کس نه و، چې کوم بل عادي کس ته له امنيتي کسانو پرته ور ووځي.))

د ده په خبره، وروسته د کابل امنيتي چارواکو خبر ورکړى و چې ګواکې مطيع الله خان په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوى، په داسې حال کې چې د هغه پر وجود د ځانمرګي بريد هېڅ اثار او علايم نه ښکاري؛ ځکه نه يواځې يې جامې روغې وې، بلکې اسناد او موبايل ټيلېفونونه يې هم جوړ وو.

نوموړي دغه راز پر دې هم نيوکه وکړه چې د مطيع الله خان جسد د ځانمرګي بريدګر له جسد سره يو ځاى په يوه خلته کې اچول شوى و او د کابل امنيتي چارواکو هغه د ځانمرګي بريد کوونکي ملګرى باله.

هغه زياتوي، دغه ټول هغه څه دي چې د اروزګان اوسېدونکي يې شکمن کړي ، په کار ده حکومت د پېښې دقيقه څېړنه وکړي او خلکو ته ځواب ووايي.

د اروزګان د مدني ټولنې يوه غړي اسدالله پښتون بيا وويل چې تېره ورځ د کورنيو چارو وزير او ملي دفاع وزارت مسوولين ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو، خو د ولسي جرګې غړو او امنيتي مسوولينو ان د مطيع الله خان  د وژل کېدو له پېښې هېڅ يادونه  ونه کړه.

هغه دغه راز ګيله وکړه چې د کورنيو چارو وزارت هېڅ چارواکي د مطيع الله خان د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون نه دى کړى، په داسې حال کې چې هغه په سوېل کې د امنيت ساتلو په برخه کې له جنرال رازق وروسته دويم مهم کس و.

نوموړي وويل، همدا اوس د مطيع الله خان له وژل کېدو سره د اروزګان ګڼې امنيتي پوستې سقوط شوې چې له مخې به يې نه يواځې په دغه ولايت، بلکې په کندهار، هلمند او زابل کې هم امنيتي حالت اغېزمن شي؛ ځکه اروزګان له کندهار، هلمند، زابل، غزني او دايکنډي ولايتونو سره ګډه پوله لري.

پښتون پر لوړپوو امنيتي مسوولينو نيوکه وکړه او ويې ويل، دا څنګه پلازمېنه ده چې تر دې مهاله د مطيع الله خان په ګډون د هغوى څلور مهم مشران جان محمدخان، محمد هاشم وطنوال او محمد داوود ولسوال په کې ووژل شول، خو د يوه قاتلين هم ونه نيول شول.

هغه له حکومته وغوښتل چې د اروزګان د امنيه قوماندان وژنه وڅېړي او پايلې يې له ټولو هېوادوالو سره شريکې کړي، که داسې ونه شي، نو هغوى به له نورو لارو خپل احتجاج ته دوام ورکړي.

د اروزګان د مدني ټولنې يوه بل استازي جاوېد خپلواک هم وويل چې مطيع الله خان نه يواځې په اروزګان کې امنيت خوندي کړى و، بلکې ډېر مهال يې له شخصي لګښت څخه د پوليسو د معاشاتو او اکمالاتو ستونزې حلولې او دغه راز يې د پوهنې، روغتيا او نورو ټولنيزو برخو کې هم له خلکو سره مرستې کولې.

ده دا هم وويل چې په اروزګان کې هېڅ خصوصي رسنۍ نه وه خو دا تشه مطيع الله خان ډکه کړې وه او په خپل شخصي لګښت يې د پيوستون په نوم يوه راډيو جوړه کړه او ګڼو کسانو ته يې په کې د کار زمينه برابره کړې وه.

نوموړي مطيع الله خان نه يواځې د اروزګان، بلکې د ګاونډيو ولايتونو د امنيت لپاره اغېزمن شخص وباله، بلکې ويې ويل چې د هغه په وژل کېدو سره به ناامني ډېره شي.

مطيع الله خان ٤٣ کاله وړاندې د اروزګان په ترينکوټ کې زېږېدلى، هغه د دغه ولايت د پخواني والي جان محمد خان د تره زوى و او په ٢٠٠٠ زېږدېز کال کې هغه مهال چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د امارت پر ضد فعاليت پيل کړ، مطيع الله خان يې نږدې ملګرى و.

نوموړى په لومړيو کې د مخکني ولسمشر له خوا د اروزګان د ځانګړې امنيتي قطعې قوماندان وټاکل شو، وروسته د کندهار- اروزګان د لويې لارې د اکمالاتي کاروانونو د ساتنې مسووليت يې پر غاړه درلود او درې کاله مخکې د کورنيو چارو وزارت له خوا د مل پاسوال رتبه ورکړل شوه او د همدغه ولايت د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.

مطيع الله خان په خپلو څلورو وروڼو کې مشر ورور و چې درې مېرمنې، ٨ زامن او ٦ لوڼې ورڅخه پاتې شوې.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.