کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٤ ) : د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د حکم په اساس محبوب الله محبي د کابل ولايت د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ د وري په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام له لوري د ۱۳۹۳کال د کب د مياشتې د اته ويشتمې نېټې د ۹۷۰ ګڼه حکم پر اساس ، د کابل پخواني والي عبدالجبار تقوا، د استعفی تر منظورۍ وروسته ، د ولايت مرستيال محبوب الله محبي د کابل ولايت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
هغه زياته کړه، چې محبي به د نوي والي تر ګومارنې پورې، د کابل ولايت د چارو سرپرستي کوي.
سرچينه وايي، محبي په کابل پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي او له تېرو دوو کلونو راهيسې يې د کابل د مرستيال والي په توګه دنده ترسره کوله.
محبي ، تر دې پخوا د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه اداره او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسيون کې هم دنده تر سره کړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن