ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د يوه ښوونځي ودانيزې چارې څلور کاله کېږي نيمګړې پاتې دي

کونړ کې د يوه ښوونځي ودانيزې چارې څلور کاله کېږي نيمګړې پاتې دي

author avatar
24 Mar 2015 - 16:08
کونړ کې د يوه ښوونځي ودانيزې چارې څلور کاله کېږي نيمګړې پاتې دي
author avatar
24 Mar 2015 - 16:08

اسعداباد (پژواک، ٤ ورى ٩٤): د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې که حکومت په سيمه کې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه نه کړي، نو ورته ځانګړې کړې ځمکه به بېرته ترې وګرځوي.

د دانګام ولسوالۍ د بيداد سيمې د نجونو ښوونځې قرارداد په پلازمېنه کابل کې شوى چې د څلورو کلونو راهيسې يې رغنيزې چارې په ټپه ولاړې دي.

د بيداد اوسېدونکی اعتبارخان چې ياد ښوونځي لپاره يې خپله يو جريب ځمکه ورکړې، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څلورو کلونو راهيسې د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې درېدلې دي.

هغه زياته کړه چې د سيمې اوسېدونکو قومي مشرانو ډېرې هلې ځلې وکړې، خو تر اوسه د دغه ښوونځي ودانۍ نه ده جوړه شوې.

د ده په خبره،که دولت ورته ښوونځى نه جوړوي نو وقف شوې ځمکه دې بېرته د کرکيلي لپاره په واک کې ورکړي.

دى وايي: ((څلور کاله يې وشو چې پر دې باندې کار بند دى نه يې پرې غور وکړ، هغه ټيکه دارانو څه لرګي پرې سواره کړي وو هغه يې هم ترې يوړل، مکتب همداسې وران ويجاړ پروت دى.))

د هغه په وينا، هر رييس چې راځي وايي چې دوى پرې کار پيلوي او ژمنې کوي، خو تر اوسه دا ژمنې نه دې عملي شوې.

د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين سيار مني چې د ښوونځي رغنيز کارونه د څلورو کلونو راهيسې ولاړې دي او اوس مهال په کې بېځايه شوې کورنۍ په بد حالات کې مېشتې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا مکتب څلور کاله کېږې چې کار پرې بند دى، د ولسونو او د خلکو دا شکايت دى چې خپله موږ د ولايتي شورا استازو ته وکړ او هغوى ته موږ ډاډ ورکوو چې انشاء الله د ا شکايت به يې موږ د ولايت مقام ته ورسوو او هرومرو به پرې غور کوو.))

د کونړ د پوهنې ريييس سيد جمال الدين حسني بيا وايي، د بيداد د نجونو ښوونځي د جوړېدو تړون د پوهنې په وزارت کې د ننګرهار شرق په نوم له يوه خصوصي شرکت سره شوى و.

د هغه په وينا، د دغه ښوونځي د ودانۍ ٧٠ سلنه چارې بشپړې شوې، خو تر هغه وروسته ياد شرکت تښتېدلى دى.

د ده په وينا، پر ولايتي ناستو سربېره يې تر پلازمېنې کابله د دې موضوع په تړاو معلومات لېږلي او ياد شرکت يې څارنوالۍ ته هم ور پېژندلى چې تر اوسه ترې کومه مثبته پايله نه ده ترلاسه شوې.

هغه پژواک ته وويل چې په دې اړه يې له وزارت سره هم خبرې کړې او خپل راپور يې ورکړى دى.

حسني وايي چې د ياد شرکت مسوولين يې څو څو وارې غوښتي دي، خو هغوى نه حاضريږي چې ځواب ورکړي.

بل لور ته د کونړ امنيه قوماند مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل وايي، ملي پوليس د ننګرهار شرق په نوم شرکت په لټه کې دي او هڅه کوي د ګاونډي ننګرهار ولايت د پوليسو په همکارۍ د ياد شرکت مسوولين راپيدا کړي او د حساب کتاب په موخه يې د قانون منګلو ته وسپاري.

د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله د دغه ښوونځې د چارو د پاتې کېدو اصلي لاملونه په پلازمېنه کابل کې د قراردادونو لاسليکونه او د ګټونکو شرکتونو له لوري نورو شرکتونو ته د پروژو ورکول ګڼي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د بيداد ښوونځې د رغونې قرارداد د نږدې پنځه اعشاريه شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت شوى چې هېڅ ګټه ترې نه ده اخيستل شوې.

جلاله وايې د دې ډول ستونزې د له منځه وړو لپاره بايد د ولايتونو له خوا د پروژو قراردادونه لاسليک شي چې لږ تر لږه د شرکتونو د تېښتې مخه په ونيول شي.

هغه زياته کړه: ((ننګرهار شرق شرکت نه په جلال اباد کې دفتر لري نه دلته، نه ورسره د ټيلېفون نمبر شته، زه فکر کوم هغه به په خپل لاس هم نه وي جوړ کړى، هغه به دوهم لاس ته ورکړى وي، دوهم لاس کې پنځه اويا فيصده کار شوى دى پنځه اويا فيصده کې هغه چې کوم کار کړى د هغې پيسې به يې حتما ً ايستلې وي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.