مزارشريف (پژواک، ٥ ورى ٩٤): د بلخ د پوهنې رييس وايي چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو ستونزو له امله په ښوونځيو کې ښوونيزې چارې خورا ټکنۍ دي.
نوموړي دغه څرګندونې د وري په ۵مه په مزارشريف ښار کې د پوهنې د ورځې د نمانځنې په وياړ په غونډه کې وکړې.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د پوهنې ورځ د يوې غونډې په ترسره کولو ونمانځل شوه، چې د زده کوونکو او ښوونکو تر څنګ په کې د ياد ولايت دولتي چارواکو، د مدني ټولنو غړو او قومي مشرانو هم برخه اخيستې وه.
د دغه ولايت د پوهنې رييس عزيزالله عزيز د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ کې د ښوونځيو د ودانيو، د ښوونکو او درسي کتابونو د کمښت له امله ښوونيزې چارې خورا ټکنۍ دي.
نوموړي زياته کړه په بلخ ولايت کې څه باندې ۶۰۰ ښوونځي فعال دي چې ۱۲۸ ښوونځي يې ودانۍ نه لري.
د هغه په وينا، په دغو ښوونځيو کې ښوونيزې چارې، په جوماتونو، ازادې هوا او يو نيم ځای په کرايي خونو کې په خورا ستونزو په مخ روانې دي.
د پوهنې رييس وويل، هغه ښوونځي چې ودانۍ لري، د زده کوونکو د شمېر د ډېروالي له امله د خونو له کمښت سره مخ دي چې په ځينو ښوونځيو کې څلور وخته تدريس کېږي.
نوموړي همداراز د ښوونکو د تشکيل کمښت هم په دغه ولايت کې ښوونيزو چارو د ټکنيتوب يو ستر لامل په ګوته کړ.
د هغه په وينا، داسې ښوونځي هم شته چې درې څلور ټولګي په کې د يو ښوونکي له لارې کنټرولېږي.
د بلخ د پوهنې رييس د منځني او لېسې د کچې ښوونځي لپاره د کتابونو د کمښت ستونزه هم د ښوونيزو چارو په برخه کې جدي مسئله وګڼله.
نوموړي زياته کړه چې که څه هم په تېر کال کې په بلخ ولايت کې ۲ ميليونه درسي کتابونه زده کوونکو ته وېشل شوي؛ خو وايي چې دغه کتابونه له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي پورې وو.
هغه د مزارشريف په کچه د مسلکي ښوونکو له شتونه رضايت وښود؛ خو د ولسواليو په کچه د مسلکی ښوونکو کمښت څخه يې سر وټکاوه.
نوموړي زياته کړه چې مسلکي ښوونکي ولسواليو ته د تدريس لپاره زړه نه ښه کوي.
د پوهنې رييس په روان کال کې د نوو زده کوونکو د جذب په اړه وويل چې تر دې دمه يې ۵۴ زره نوي زده کوونکي جذب کړي دي.
نوموړي زياته کړه چې په بلخ ولايت کې د مدرسو او مسلکي ښوونځيو په ګډون ۶۳۲ ښوونځي فعاليت کوي چې يو ښوونځی يې هم بند نه دی.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن