ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د وردګو او غزني پر پېښو خواشيني څرګنده کړه

ولسمشر غني د وردګو او غزني پر پېښو خواشيني څرګنده کړه

author avatar
25 Mar 2015 - 08:58
ولسمشر غني د وردګو او غزني پر پېښو خواشيني څرګنده کړه
author avatar
25 Mar 2015 - 08:58

کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٤): ولسمشر اشرف غني د ميدان وردګو او غزني پر هغو پېښو خواشيني څرګنده کړې چې په ترڅ کې يې ١٩ ملکي وګړي وژل شوي دي.

وړمه ورځ په غزني کې د کرکټ د لوبې پر مهال په يوه چاودنه کې ٦ ماشومان ووژل شول او لس نور ټپيان شول.

دغه راز وړمه شپه د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې وسله والو د سپرليو پر دريو موټرو ډزې وکړې چې له امله يې ١٣ ملکي وګړي ووژل شول او ٢ دوه نور ټپيان وو.

له ارګه د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پر يادو پېښو ژوره خواشيني څرګنده کړې او هغه يې غندلې دي.

سرچينه کاږي، ولسمشر غني په داسې حال کې چې د امريکا د متحده ايالاتو په رسمي سفر بوخت دی، په ميدان وردګو او د غزني په ولايت کې د بې ګناه هېوادوالو د وژل کېدو له امله په ژوره توګه خواشينی شوی او دغه ترهګريز بريدونه يې د ټولو منل شوو انساني او اسلامي ارزښتونو پر خلاف ناروا عملونه او ترسره کوونکي يې د اسلام او د افغانستان د خلکو دښمنان بللي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د وژل شوو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټپيانو ته  د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتيا هيله کړې ده.

د يو بل خبر له مخې، ولسمشر غني د المان د يوې الوتکې د غورځېدو له امله د ١٥٠ کسانو پر وژل کېدو هم خواشيني څرګنده کړې ده.

دغه ٣٢٠ ايبربس الوتکه چې له فرانسې المان ته په لاره وه، په غرونو کې غورځېدلې چې له امله يې د عملي شپږ کارکوونکي او ١٤٤ مسافرين وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.