ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګانيانو د مطيع الله خان په وژنه کې د دولت لوړپوړي چارواکي ښکېل وبلل

اروزګانيانو د مطيع الله خان په وژنه کې د دولت لوړپوړي چارواکي ښکېل وبلل

author avatar
26 Mar 2015 - 18:16
اروزګانيانو د مطيع الله خان په وژنه کې د دولت لوړپوړي چارواکي ښکېل وبلل
author avatar
26 Mar 2015 - 18:16

ترينکوت (پژواک، ٦ ورى ٩٤): د اروزګان زرګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې په پلازمېنه کابل کې لوړپوړي دولتي چارواکي د دغه ولايت د امنيه قوماندان مطيع الله خان په وژلو کې پر لاس لرلو تورن کړل.

دوى د مطيع الله خان د قاتلينو د نيولو د غوښتنې تر څنګ ګواښ کاوه، که چېرې يې دولت په نيولو کې پاتې راغى، نو د اروزګان خلک به د دولت له ملاتړه لاس واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې به هم ګډونه ونه کړي.

د اروزګان امنيه قوماندان مطيع الله خان د ١٣٩٣ لمريز کال د کب په ٢٧مه نېټه د ماښام په اوو بجو په پلازمېنه کابل کې د نامعلومو کسانو له خوا په نامعلوم ځاى کې په مرموزه ډول ووژل شو.

د کابل امنيتي چارواکو په لومړيو کې ادعا کوله چې هغه په ځانمرګي بريد کې وژل شوى او مړى يې په يوه بوجۍ کې له يو بل مړي سره يو ځاى ترلاسه شوى، خو وروسته له څېړنو معلومه شوه چې هغه پر ډزو سره وژل شوى دى.

د اروزګان زرګونو اوسېدونکي د وري په ٦مه په ترينکوت ښار کې د يوه لاريون په ترڅ کې له مرکزي حکومته د مطيع الله خان د  قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.

په دغه لاريون کې چې شمېر يې زرګونو کسانو ته رسېده، ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړى و.

د لاريون ګډونوالو د مرکزي دولت پر ضد شعارونه ورکول او ګواښ يې وکړ چې که د مطيع الله خان د مرموزې وژنې پلان جوړوونکي او په کې لاس لرونکي ونه نيول شي، نو دوى به پر پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

لاريون کوونکو ادعا کوله چې د مرکزي دولت لوړپوړي چارواکي د مطيع الله خان په وژنه کې لاس لري، له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله يې وغوښتل چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي او له دوى سره دې انصاف وکړي.

  د اروزګان يوه ديني عالم مولوي عبدالرشيد مجددي چې په دغه لاريون کې يې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مل پاسوال مطيع الله خان د اروزګان لپاره داسې يو کس و، چې تل به يې د دغه ولايت د امنيت په تامينولو او عامو وګړو ته د يوې ډاډمنې فضا په رامنځته کولو کې هلې ځلې کولې.

هغه د مطيع الله خان وژنه لويه ضايعه وبلله او له حکومته يې د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.

قومي مشرا ملک محمد ولي وويل، که مرکزي دولت د دې قضيې په څېړلو کې غفلت وکړي او يا هم دا قضيه پټه کړي، نو حکومت به اروزګان له لاسه ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې د مطيع الله خان د وينې د هر څاڅکي دفاع به وکړي او له حکومت يې وغوښتل چې د هغه قاتلين ونيسي.

د ابراهيم شاه په نوم يوه ځوان لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل چې د مل پاسوال مطيع الله خان وژنې دا وښوده چې په افغانستان کې د حکومت په نوم څه نشته.

هغه زياته کړه: ((مطيع الله خان د اروزګان لپاره يو غر و، موږ ته يې د امنيت ساحه دومره پراخه کړې وه چې هېڅ مو د ويرې احساس نه کاوه.))

په اروزګان کې د متحد ملت ګوند استازي نصيب الله وويل، دوى داسې يو کس له لاسه ورکړی چې د دغه ولايت د بېوزلو لاسنيوى يې کاوه.

د هغه په وينا، د مطيع الله خان تر وژل کېدو وروسته دغه ولايت بې سرپرسته شوى، تر څو چې دولت د هغه قاتلين ونه نيسي، دوى به لاريونونو ته دوام ورکړي.

د عبدالسمېع شرافت په نوم د اروزګان يوه مدني فعال  بيا د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي، د ملي امنيت لوى رييس او يو شمېر وکيلان د مطيع الله خان په وژلو کې پر لاس لرلو تورن ياد کړل او د هغو د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

د هغه په وينا، که چېرې له دوى سره انصاف ونه شي، نو دوى په راتلونکو ټاکنو کې به ونډه وانه خلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.