ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيانو هوايي بريد کې درې وسله والو ټپيان شوي

د بهرنيانو هوايي بريد کې درې وسله والو ټپيان شوي

author avatar
26 Mar 2015 - 14:34
د بهرنيانو هوايي بريد کې درې وسله والو ټپيان شوي
author avatar
26 Mar 2015 - 14:34

چاريکار (پژواک، ٦ ورى ٩٤): چارواکي وايي، په پروان کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې درې وسله وال طالبان ټپيان شوي او په بادغيس کې ناپېژاندو کسانو يو تن په خپل کور کې پر ډزو وژلى دى.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې مېشتو بهرنيو ځواکونو تېره شپه د دغه ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ د سيدانو درې په شاهي خېلو کلي کې پر وسله والو مخالفينو هوايي بريد وکړ.

دى وايي چې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو د يو سرګروپ ملا تراب په ګډون د دولت درې وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې په بريد کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د سيمې له خلکو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه او وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د بادغيس په “سنګ باغبان” سيمه کې يو شل کلن ځوان په خپل کور کې پر ډزو وژلى دى.

د بادغيس د ولايتي شورا مشر بهاوالدين وايي چې د محمد سرور په نوم دغه ځوان د شخصي دښمنۍ په پايله کې وژل شوى دى.

هغه په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د محمدسرور قاتلان تښتېدلي خو امنيتي ځواکونو يې د موندلو او نيولو هڅې پيل کړې دي.

 پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د بادغيس له امنيه قوماندان سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.