ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډيورنډ له پورې غاړې پر خوست توغنديز بريد ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ډيورنډ له پورې غاړې پر خوست توغنديز بريد ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
26 Mar 2015 - 09:38
د ډيورنډ له پورې غاړې پر خوست توغنديز بريد ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
26 Mar 2015 - 09:38

خوست ښار (پژواک، ٦ ورى ٩٤): د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې توغنديز بريد د خوست په ترايزايي او عليشېرو ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ۹ بجې په ټوليز ډول د توپ ۱۵ مرمۍ راتوغول شوې چې ۷ د چرګوټي او ۸ نورې د ببرک تاڼې په سيمو کې لګېدلې دي.

نوموړي وويل چې په دغه بريد کې د توپ درې مرمۍ د ببرک تاڼې په سيمه کې د خلکو پر دريو کورونو لګېدلې او زيان يې ور اړولى دى.

ځدراڼ وويل چې په دې پېښه کې پنځه ښځې او ماشومان وژل شوي، د ښځو او ماشومان په ګډون لس نور کسان ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په وژل شوو کې ۳ ښځې او ۲ ماشومې نجونې دي. په ټپيانو کې ۲ سړي او ۸ نورې ښځې او ماشومان دي.))

مبارز ځدراڼ په ټينګار سره وويل، دوی ډاډه دي چې ټولې مرمۍ د کرښې له پورې غاړې راغلي، خو دا چې د توپ ډزې چا او له کومې سيمې کړې دي، په دې اړه جدي څېړنې پيل شوې دي.

يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، هم پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د توپ ډزې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې شوې دي.

په خوست کې د کوچيانو يوه قومي مشر حاجي رمضان کوچي پژواک اژانس ته وويل چې تر دې مخکې هم کله ناکله د دوی پر سيمو توغندي لګېدلي، خو کومه مرګ ژوبله يې نه وه اړولې.

په عين حال کې د سرحدي ځواکونو ځينو سرچينو ويلي چې ټول ويشتل کېدونکي توغندي د کرښې د بلې غاړې د عليزيو له سيمې راتوغول کېږي، چې کله د کرښې پر صفري نقطه او کله هم د افغانستان پر خاوره لګېږي.

يادې سرچينې وايي، هر ځل يې له خپلو امنيتي چارواکو کلکه غوښتنه کړې چې د افغانستان پر خاوره د راتوغول کېدونکو توغنديو ځای په نښه کړي او عاملين يې له منځه يوسي، خو تر اوسه يې هيڅکله اجازه نه ده ورکړې.

يوه بله حکومتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل ډېرى توغندي او د توپ مرمۍ د کرښې پر هغې نقطه لګېږي، چې ګومان کېږي د وسله والو طالبانو پټنځايونه په کې موجود دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.