ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني : له وزيرستانه دوه سوه زره کډوال افغانستان ته راغلي

اشرف غني : له وزيرستانه دوه سوه زره کډوال افغانستان ته راغلي

author avatar
27 Mar 2015 - 11:28
اشرف غني : له وزيرستانه دوه سوه زره کډوال افغانستان ته راغلي
author avatar
27 Mar 2015 - 11:28

واشنګټن ( پژواک، ٧ ورى ٩٤ ) : ولسمشر اشرف غني ويلي، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستانيو ځواکونو د عملياتو له امله دوه سوه زره کډوال افغانستان ته راغلي دي.

ولسمشر دغه څرګندونې امريکا ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ په نيويارک کې د بهرنيو اړيکو شورا غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه ، چې په روان کال کې پاکستان په خپله خاوره کې جګړه يي  موسم لري او په سيمه کې متحرک بدلونونه رامنځته شوي دي.

اشرف غني ويلي، چې په وزيرستان او نورو سرحدي سيمو کې د پاکستانيو ځواکونو د عملياتو له امله دوه سوه زره کډوال افغانستان ته راغلي دي .

د يادونې ده چې دغه کډوال په خوست او پکتيکا ولايتونو کې مېشت شوي دي.

د اشرف غني په وينا، په شمالي وزيرستان، سوېلي وزيرستان او نورو سيمو کې چې د القاعدې، چينايي، چيچنايي، ازبک او نورو وسله والو ډلو مرکزونه وو، اوس ګډوډ شوي دي.

د افغانستان په اړه ولسمشر وويل چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې ځواکونو له دفاعي حالت څخه يرغليز حالت ته بدلون  کړى دى.

ده زياته کړه : (( همدا اوس افغان ځواکونه په هلمند ولايت او شاوخوا سيمو کې بې مثاله پوځي عمليات پرمخ وړي .))

د ولسمشر په وينا، ٢٠١٥ کال به په نظامي کچه ډېر سخت کال وي، په تېر ژمي کې هم په جګړو کې کومه سکته نه وه راغلې.

هغه وايي : (( په دې جګړو کې موږ خپله وړتيا ثابته کړې او په راتلونکي کې يې هم ثابتوو.))

اشرف غني په محتاطانه توګه هيله مندي څرګنده کړه، چې له پاکستان سره په بنسټيزه توګه بدلونونه رامنځته شي.

هغه زياته کړه : (( لومړى بايد موږ ستونزه تعريف کړو، ستونزه داده، چې پاکستان له تېرو ١٣ کلونو راهيسې له افغانستان  سره نا اعلان شوې دښمني پرمخ وړله.))

د ولسمشر په وينا، له نېکه مرغه، پاکستان دغه ستونزه منلې  او اوس دواړه هېوادونه په دې هڅو کې دي،چې دا نا اعلان شوې دښمني له منځه يوسي.

دى وايي : (( دې لپاره لومړى بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله وشي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.