ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست يو شمېر مشران: ځينې مدني حرکتونه ستونزې جوړوي

د خوست يو شمېر مشران: ځينې مدني حرکتونه ستونزې جوړوي

author avatar
27 Mar 2015 - 16:07
د خوست يو شمېر مشران: ځينې مدني حرکتونه ستونزې جوړوي
author avatar
27 Mar 2015 - 16:07

خوست ښار ( پژواک، ٧ ورى ٩٤ ) : د خوست د بېلابېلو سيمو يو شمېر مشرانو په دې ولايت کې د اداري فساد پرضد وروستي مدني حرکتونه د دولتي حاکميت او په ټوليز ډول د خلکو پر وړاندې د سترو ستونزو رامنځته کوونکي وبلل.

دغه لسګونه قومي مشران د وري په ٧مه، د ولايتي شورا د غړي عبدالولي واحدزي په دفتر کې راټول شوي وو او زياتره هغه کسان وو، چې په ډېرو مدني فعاليتونو کې ترسترګو کېږي.

دوه ورځې وړاندې د ولسي جرګې او د خوست د ولايتي شورا ځينو غړو په يوه خبري کنفرانس کې د خوست پر والي او امنيتي چارواکو د بې کفايتۍ او اداري فساد تور ولګاوه.

په همدې ترڅ کې ويل کېږي، چې يادو اعتراض کوونکو غړو نن د خوست د اداري کمپلکس پر لويه لاره سر له ننه خيمې وهلي او زيات احتمال لېدل کېږي چې ځينې لاريونونه او اعتراضيه غونډې ترسره شي.

قومي مشرخان محمد قيوم خان يادې غونډې ته وويل، چې د اداري فساد پرضد د مبارزې او په ټوليز ډول د حق غوښتلو لپاره د مدني حرکتونو په ترڅ کې غږ اوچتول د هر انسان قانوني حق ګڼل کېږي.

نوموړي زياته کړه : ((که له مدني حرکتونو څخه ناوړه ګټه پورته کېږي، موږ يې کلک مخالف يو. که څوک د خوست ګټو ته ژمنتيا څرګندوي، نو لاړ دې شي، له مرکزي دولت څخه دې ګټې راوړي.))

د دې ولايت يوه ديني عالم مولوي نصرالله قاسمي په دې غونډه کې وويل، کومه مبارزه چې د ولسي جرګو غړو کمال ناصر اصولي او همايون همايون او د ولايتي شورا ځينو غړو پيل کړې، خپلې شخصي ګټې په نظر کې لري.

هغه زياته کړه: ((دوی غواړي، چې د درېيم ځل لپاره هم د ولسي جرګې لپاره د خوست د خلکو استازي وټاکل شي او خپل هدف ترلاسه کړي. دوی د اوسني منفي حرکت له لارې د خلکو ملاتړ راجلبوي.))

د خوست د مرکز د متون سيمې يوه قومي مشر او ديني عالم مولوي عبدالقدوس وويل، چې اداري فساد د منفي مدني حرکتونو له لارې له منځه نه شي تللی.

دى وايي : ((د دې لاريونونو او دې ته ورته د نورو مدني حرکتونو ترسره کول نه يواځې دا چې د نظام په ګټه نه دي، بلکې عامو خلکو ته د زيان رسېدو ترڅنګ ځينو کړيو ته د ناوړه ګټې اخيستلو زمينه برابروي.))

د خوست د ولايتي شورا غړی عبدالولي واحدزی هم وايي، چې دی او د ده ملاتړي به هر هغه مدني حرکت کې برخه وانه خلي، کوم چې د خوست د ملي ګټو او د خوست د ولسونو د بې اتفاقۍ لامل ګرځي.

نوموړي وويل:((په دولتي ادارو کې د فساد پرضد مبارزه د هر چا حق دی، خو په دې برخه کې اوسنۍ پيل شوې مبارزه د دې ولايت امنيت او ثبات ته جدي ګواښ پېښولی شي او موږ يې کلک مخالف يو.))

په همدې حال کې د افغانستان د واليانو ټولنې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې وروستيو کې په ځينو ولايتونو کې د لوړپوړو مسوولينو پر خلاف شايعات او تبليغات کېږي او دا يې د قانون خلاف بللي دي.

ياده ټولنه د هر ډول سليقوي، شخصي، سمتي، حزبي او منفعتي غوښتنو پربنسټ، ظاهراً تر مدني حرکت لاندې هڅې د ولسواکۍ، مدني ټولنې او محلي سياسي حاکميت پر زيان بولي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.