ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: له پاکستان سره په اړيکو کې د ولسمشر غني هڅې شجاعانه او مهمې دي

امريکا: له پاکستان سره په اړيکو کې د ولسمشر غني هڅې شجاعانه او مهمې دي

author avatar
28 Mar 2015 - 12:14
امريکا: له پاکستان سره په اړيکو کې د ولسمشر غني هڅې شجاعانه او مهمې دي
author avatar
28 Mar 2015 - 12:14

واشنګټن (پژواک، ٨ ورى ٩٤): امريکا له طالبانو سره د پخلاينې او له پاکستان سره د اړيکو په ښه والي کې د ولسمشر غني پيل شوې هڅې شجاعانه او مهمې وبللې.

دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډينيل فيلډمين په واشنګټن کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې: ((زما په فکر د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اشرف غني د سولې او پخلاينې په اړه جرئتمندانه اقدامات پيل کړي دي.))

د امريکا ځانګړي استازي له پاکستان سره د اړيکو ښه کولو لپاره د ولسمشر غني اقدامات او وړانديزونه مهم بللي دي.

فيلډمين وايي: ((ولسمشر غني په دې برخه کې د پاکستان له ملکي، پوځي او استخباراتي چارواکو سره مهمې خبرې خبرې کړې دي.

د يادونې ده، د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ولسمشر غني پاکستان ته هم سفر وکړ او د دغه هېواد له ملکي او پوځي چارواکو سره يې مهمې خبرې وکړې.

امريکا ته د سفر پر مهال ولسمشر غني ويلي: ((ما پاکستان ته وويل چې له ١٣ کلونو راهيسې له موږ سره په غير اعلان شوې دښمنۍ کې قرار لري او پاکستان هم دا ومنله.))

ولسمشر غني ويلي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې تر خبرو مخکې بايد لومړى له پاکستان سره سوله وشي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى وايي چې اوس د پاکستان نوبت دى، چې د ولسمشر غني په ځواب کې داسې حالات برابر کړي چې د سولې او پخلاينې پروسې لپاره ګټور ثابت شي.

هغه زياته کړې: ((موږ ګورو چې دا اړيکې کوم لوري ته ځي.))

فيلډمين ويلي: ((دا ښکاره خبره ده چې موږ د دې ډول هڅو مرسته وکړو، موږ هم خپلو هڅو ته ادامه ورکوو، چې دا ډول يوه فضا برابره کړو چې د سولې او پخلاينې پروسې ته لاره هواره شي.))

د هغه په وينا، امريکا پخوا ويلي چې په افغانستان او سيمه کې سوله او ثبات هغه مهال راتلاى شي چې د افغانستان د حکومت او د وسله والو طالبانو د مشرانو تر منځ د سولې خبرې وشي.

خو د امريکا استازي وويل چې له طالبانو سره د خبرو لپاره (سرې کرښې) اېښودل شوې او پر پخوانيو شرطونو يې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې هغوى له القاعدې سره اړيکې وشلوي، له تاوتريخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

نوموړي له ولسمشر اشرف غني مننه وکړه چې په دې برخه کې يې عملي او ستراتيژيک اقدامات په لاره اچولي دي.

فيلډمين وايي چې په دې برخه کې د پاکستان له خوا ځيني ريښتيني اقدامات هم په لاره اچول شوي دي .

Visits: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.