ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګ: “فراه رود” بايد ولسوالي شي

ننګ: “فراه رود” بايد ولسوالي شي

author avatar
28 Mar 2015 - 16:27
ننګ: “فراه رود” بايد ولسوالي شي
author avatar
28 Mar 2015 - 16:27

فراه (پژواک، ٨ وری ۹۴): د فراه والي هڅه کوي چې د “بخش اباد بند” جوړولو، د ځينو ولايتونو د لويو لارو د امنيت د ټينګښت او نورو دلايلو له مخې دې د “فراه رود” سيمه پر ولسوالي بدله شي.

د فراه والي محمد اصف ننګ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د فراه اوسني اداري واحدونه د ٣٠ کاله مخکې اړتياوو او نفوس له مخې رامنځته شوي دي.

دى وايي چې هغه وخت د فراه نفوس څه کم دری سوه زره تنه و، خو اوس دغه شمېر څه باندې يو ميليون کسانو ته رسېږي.

د هغه په وينا، له همدې امله د دغه ولايت اوسنى اداري جوړښت د دې وړتيا نه لري چې خلکو ته اړين خدمات وړاندې کړي او دغه کار په دغه ولايت کې د خلکو د نارضايتۍ لامل شوى دى.

د ده په باور، د فراه د بالابلوک ولسوالي په يو مهم موقعيت کې پرته ده، خو د دغه ولايت تر ټولو نا امنه سيمه ده او ښايي چې درې ولسوالۍ شي.

ننګ وايي چې اوس ولايتي اداره هڅې کوي چې د دې ولسوالۍ د فراه رود سيمه ولسوالي شي؛ ځکه چې پراخه سيمه ده، ٧٧ کلي او تر ٨٠ زره نفوس لري او د بالابلوک اداره ټول بالابلوک ته خدمات نه شي رسولاى.

د هغه په وينا، دا منطق په ټوله دنيا کې دى چې کله په يوه سيمه کې نفوس ډېر شي او ضرورت وي، هلته بايد د ښه چوپړ وړاندې کولو په موخه اداري جوړښت پراخه شي.

ده په دې اړه چې د ده دغه غوښته به ومنل شي که څنګه؟ وويل: “زه داسې منطق نه وينم چې مرکزي حکومت دې د فراه رود ولسوالۍ کولو ته لبيک ونه وايي.”

دى وايي چې د فراه رود د نفوس او پراختيا تر څنګ ځيني نور لاملونه هم شته چې له مخې يې بايد دغه سيمه ولسوالي شي.

د هغه په وينا، که فراه رود ولسوالي شي نو د فراه- کابل او فراه- هرات لويې لارې به چې له همدې سيمې تېرېږي، امنې شي؛ ځکه چې هلته به د امنيت د ټينګښت لپاره د امکاناتو کچه لوړه شي.

 د هغه د څرګندونو له مخې، د فراه رود د ولسوالۍ کولو لپاره بل منطق دا دى چې د فراه تر ټولو مهمه پروژه “بخش اباد بند” په همدې سيمه کې دى او له کلونو راهيسې يې عملي چارې د ناامنۍ له امله نه دې پيل شوې.

ننګ وايي: “د اصولو له مخې د اردو قرارګاه په هغه ځای کې جوړېږي چې هلته ولسوالي وي؛ که موږ فراه رود ولسوالي کړو او هلته د اردو قرارګاه فعاله شي، نو د بند د امنيت د تامين لپاره ترې کار اخيستلای شو.”

دغه راز د فراه والي وايي ټاکل شوې چې له ترکمنستانه پاکستان او هند ته د ګاز پايپ لاين هم د فراه رود له لارې وغځول شي.

ده زياته کړه: “د دې پروژې د تطبيق لپاره بايد کم تر کمه پنځه تر لس زره د کار قوه د ۳ کلونو لپاره په فراه کې پر کار مصروفه وي او د دغه کار د تنظيم لپاره بايد ولسوالۍ موجوده وي.”

ننګ وويل چې د يادو پروژ په پلې کولو سره به خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

دى وايي، دا په داسې حال کې ده چې په فراه کې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا درې زره کسان له پوهنتونونو او دارالمعلمينونو فارغ شوي چې ډېر يې وزګار دي.

د هغه په وينا، که وزګارو خلکو ته د کار زمنيه برابره شي، نو له دولت سره به مخالفت نه کوي او ورسره به امنيتي حالات هم ښه شي.

فراه د مساحت له مخې د هېواد له لويو ولايتونو دى چې پر مرکز سربېره لس ولسوالۍ لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.