ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو افغان د تاجکستان پوله ساتونکو وژلى

يو افغان د تاجکستان پوله ساتونکو وژلى

author avatar
28 Mar 2015 - 14:01
يو افغان د تاجکستان پوله ساتونکو وژلى
author avatar
28 Mar 2015 - 14:01

تالقان (پژواک، ٨ ورى ٩٤): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي، يو افغان چې په ناقانونه توګه د امو سيند له لارې د تاجکستان خاورې ته اوښتى و، د تاجک سرحدي ځواکونو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.

د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، د دُرقد ولسوالۍ دوه اوسېدونکي په ناقانونه ډول له امو سيند څخه تاجکستان خاورې ته اوښتي وو.

تيمور وويل چې تاجکستاني سرحدي ځواکونو پرې ډزې کړې يو وژل شوى او بل بېرته افغانستان ته په تېښته بريالى شوى دى.

نوموړی وايي، د تاجکستان سرحدي ځواکونو د وژل شوي افغان مړی په دشت کلا ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته سپارلى او ټاکل شوې چې مړى يې نن د هغه کورنۍ ته وسپارل شي.

تيمور همداراز يادونه وکړه چې له تاجکستانه بېرته را تښتېدلی افغان در درقد د پوليسو له لوري نيول شوی دی.

که څه هم وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د تخار له دشت کلا، درقد، چاه اب او ينګي کلا ولسواليو ډېر ځله قاچاق وړونکي له امو سيند څخه تاجکستان ته اوړي او نشه يي توکي منځنۍ اسيا ته لېږدوي؛ خو سيمه ييزو چارواکو تر اوسه د دغو کسانو د قاچاق په اړه څه نه دي ويلي.

سيمه ييز چارواکي يواځې تاجکستان ته د يادو کسانو ناقانونه تګ تاييدوي.

د رسمي شمېرو له مخې، له تېر يو کال راهيسې د تخار لس اوسېدونکي چې په نا قانونه توګه تاجکستان ته تلل، د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري پر ډزو وژل شوي او مړي يې افغانستان ته سپارل شوي دي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.