ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پوهنې وزارت دې پر کتابچو د افغاني کلتور ضد عکسونو مخه ونيسي”

“پوهنې وزارت دې پر کتابچو د افغاني کلتور ضد عکسونو مخه ونيسي”

author avatar
28 Mar 2015 - 15:36
“پوهنې وزارت دې پر کتابچو د افغاني کلتور ضد عکسونو مخه ونيسي”
author avatar
28 Mar 2015 - 15:36

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٤): د ټولنيزې شبکې فيسبوک ګڼ شمېر کاروونکي د پوهنې له وزارته غواړي چې ښوونځيو ته د هغو کتابچو وړلو مخنيوى وکړي چې په کې د کلتوري ارزښتونو ضد انځورونه چاپ شوي دي.

په دې وروستيو کې د کابل، مزار شريف او يو شمېر نورو ولايتونو کې داسې کتابچې بازار ته عرضي شوي چې په کې د يوه مشهور ترکي سريال د نجلۍ او هلک داسې يو انځور چاپ شوى چې هلک نجلۍ په غېږ کې نيولې ده.

دغه کار د ګڼ شمېر هېوادوالو کلک غبرګونونه راپارولي او دوى خپلې څرګندونې په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې خپرې کړې دي.

د فيسبوک ګڼ شمېر کاروونکو د پوهنې له وزارته غوښتي چې نه يواځې د دغو کتابچو چاپوونکي او خرڅوونکي د قانون منګولو ته وسپاري، بلکې ښوونځيو ته د دغو کتابچو د وړو مخنيوى هم وکړي.

د حيدر په نوم يوه تن ليکلي: ((په کتابچو کچې کوم تصويرونه چاپ شوي، ماشومانو ته ناوړه پيغام ورکوي، هيله ده په بازار کې د دې کتابچو د خرڅلاو او بيا ځلې چاپ مخه ونيول شي.))

د رفيع واکمن په نوم يوه تن ليکلي: ((زما هيله دا ده چې د پوهنې وزارت د خپل چوکاټ او صلاحيت له مخې په ښوونځيو کې د دغو کتابچو د استفادې په کلکه توګه زده کوونکي منع کړي، دغه فساد په خپله کمېږي او بالاخره زموږ د کلتوري يرغل مخه هم ورسره نيول کېږي.))

نعيم ګرديوال هم خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې دا د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده ده چې د دې کتابچو د خرڅلاو مخنيوی وکړي.

هغه زياته کړې: ((پر کتابچو د نجلۍ او هلک د عکسونو پر ځاى دې بايد علمي شيان لکه ضرب زباني، د کيميا جدول، الفبا حروف…..او داسې نور چاپ شي.))

ګرديوال وړاندې ليکلي چې وړمه ورځ يې د کابل ښار د پل باغ عمومي په سيمه کې دا ډول کتابچې وليدلې، نو دا چې کمره ورسره نه وه، نو عکس يې وانه خيستى شو.

د سنګر پښتون په نوم د فيسبوک يوه کاروونکي ليکلي: ((زه هر وخت دا خبره کوم چې په هېواد کې فکري جګړه او ناسمې پروژې روانې دي که د دې پروژو مخنيوی ونه شي د هېواد نوی نسل به د ستر اخلاقي فساد سره مخ شي.))

محمدعمر عادل بيا وايي چې دا ډول عکسونه په تنکيو ماشومانو بده اغېزه کوي.

بريالي جلالزي ليکلي، د دې کتابچو خرڅول غلط کار دی او بايد د خرڅلاو مخه يې ونيول شي، دا د زده کوونکي ذهنونه انحرافوي.

غلام حسن احمدزي ليکلي، دغه کار که هر چا کړى وي ډېر ناوړه کار يې کړى د افغاني کلتور پر ضد کار دى.

علي محمد نظري ويلي، په کتابچو، قلمونو، جامو د څښلو په پيالو او نورو توکو د ترکي لوبغاړو عکسونه دي، که د ډرامو د خپرېدو مخنيوی نه کوي، دا شيان خو بايد منع شي.

حسن حقيار په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي: ((دا په هېواد کې د فحشا خپرولو هڅه ده.))

عبدالقادر ځدراڼ وايي، امنيت او پوليس بايد دا دوکانداران او د دې سوداګر ټول ونيسي او سمه جزا ورکړي.

ډاکتر فهيم توخي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي: ((دا د هېواد د دښمنانو له لوري خطرناکه حربه ده چې د يوه هېواد د غني کلتور د له منځه وړو لپاره خپلو اوږودمهاله موخو لپاره داډول کړنې ترسره کوي.))

مسعودې محمدي ليکلي، د يوه ملت تر ټولو لويه پانګه کلتور دى، خو له بده مرغه دغه پانګه په تېرو ١٣ کلونو کې د هېواد د ځينو تصويري او غږيزو رسنيو له خوا له منځه وړل شوې ده.

عبدالظاهر فرزان وايي، سيکولريزم هېڅکله افغاني ټولنې ته د منلو وړ نه دى.

منيژې احمدي په فيسبوک کې ليکلي: ((زه شخصاً له دغو کتابچو سره مخالفه يم، د هېواد د غني کلتور د له منځه وړلو مخنيوى بايد وشي.))

د عبدالوهاب په نوم يوه بل تن ليکلي، که څه هم دا کتابچې د پوهنې وزارت له خوا نه دې وېشل شوې، خو دا د دوى دنده ده چې په بازار کې يې مخه ونيسي.

خو د پوهنې وزارت وياند کبير حقمل د خلکو د کلکو نيوکو او اعتراضونو په ځواب کې په په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې په افغانستان کې د تېرو څو کلونو سوداګرۍ يو دا بد کلتور راووړ چې د خلکو په تېره بيا ماشومانو او نوو ځوانانو د پام جلبولو په موخه، په هر پلورل کېدونکي توکي د فلمي او داسې نورو ستورو تصويرونه خپاره شول.

هغه زياته کړې، په دې کې د لوبو له وسايلو نيولې تر جامو پورې توکي شامل دي چې له بده مرغه اوس يې لمن تر کتابچو پورې را ورسېده.

دى وايي: ((زه غواړم په دې اړه يو وضاحت ولرم، دا کتابچې د پوهنې وزارت له خوا نه دې وېشل شوې او زموږ له خوا يې هېچا ته سپارښتنه نه کېږي.))

د حقمل په وينا، د پوهنې وزارت له خوا وېشل کېدونکي هر ډول درسي توکي د معارف يا هم د مرسته کوونکو موسسو نښانونه لري چې بشپړ تعليمي او ساده ډيزاين ورکړل شوی.

دى وايي چې د معارف وزارت په بازار کې د پلورل کېدونکو دا ډول او نورو ټولو کتابچو مسوولين هغه کسان بولي چې دا توکي ډيزاينونه، چاپوي او په بازار کې يې پلوري.

د پوهنې وزارت وياند له کورنيو غوښتي چې بايد د خپلو ماشومانو د ښې څارنې او هغوی ته د مناسبو درسي توکو برابرولو له لارې، ماشومان د نا مناسبو توکو له کارونې او پېرلو وساتي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.