ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسټراليا په پنځم ځل د کرکټ نړيوال جام اتل شو

اسټراليا په پنځم ځل د کرکټ نړيوال جام اتل شو

author avatar
29 Mar 2015 - 15:15
اسټراليا په پنځم ځل د کرکټ نړيوال جام اتل شو
author avatar
29 Mar 2015 - 15:15

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٤): اسټراليا د يوه ورځني کرکټ نړيوال جام سياليو په پاىلوبه کې خپل ګاوندي هېواد نيوزيلينډ ته په سترې ماتې ورکولو سره په پنځم ځل نړيواله اتلولي خپله کړه.

د اسټراليا او نيوزيلينډ ترمنځ د يوه ورځني کرکټ د نړيوال جام سياليو پاىلوبه  د وري په ٩مه د اسټراليا په ميلبورن ښار کې ترسره شوه چې شاوخوا ٩٠ زره نندارچيان يې نندارې ته ورغلي وو.

د دې لوبې پچه  نيوزيلينډ وګټله او لومړى يې په خلپله د توپوهنې پرېکړه وکړه، د نيوزيلينډ لوبډلې لوبډلمشر ميک کولم د لوبې په لومړي اوور کې وسوځېدو چې له امله يې ټوله لوبډله تر پايه پورې تر فشار لاندې راغله.

د نيوزيلنډ  ټوله لوبـډله په ٤٥ اورونو کې په ١٨٣ منډو وسوځېده او اسټراليا ته يې د ګټلو لپاره د ١٨٤ منډو هدف ورکړل.

د دوى له لوري يواځې ايليټ (٨٣) او ټېلر (٤٠) منډې جوړې کړې او ښه وځلېدل.

د اسټراليا له لوري جانسن او فولکنر درې درې او سټارک دوه لوبغاړي وسوځول.

د اسټراليا ملي لوبـډله ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په ٣٣ اورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، لوبه يې وګټله او نړيوال جام اتلولي يې هم خپله کړه.

دغه پنځم ځل دى چې اسټراليا د نړيوال جام اتلولي ترلاسه کوي.

د ا سټراليا له لوري د لوبـډلې مشر مايکل کلارک په زړه پورې لوبه وکړه او ٧٤ منډې يې جوړې کړې، دغه راز  سټيو سمېت ٥٦  ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د اسټراليا پياوړى توپ اچوونکى جيمز فولکنر د پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، هغه د نيوزيلينډ درې پياوړي لوبغاړي وسوځول.

د اسټراليا بل تېز توپ اچوونکى لوبغاړى مچل سټارک د نړيوال جام دسياليو غوره توپ اچوونکى لوبغاړ  اعلان شو.

د کرکټ د نړيوال جال سيالۍ چې په کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ١٤ پياوړو لوبډلو برخه اخيستې وه، د ١٣٩٣ لمريز کال د سلواغې په ٢٥مه پيل شوې وې.

دا لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې وې، په الف ګروپ کې افغانستان، اسټراليا، انګلستان، سريلانکا، نيوزيلينډ ، بنګله دېش او سکاټلينډ  او په ب ګروپ کې ، پاکستان، هندوستان، ويسټ انډيز ، سويلي افريقا، زمبابوى ، ايرلينډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.

افغانستان په خپل ګروپ کې له سکاټلينډ څخه لوبه وګټله، خو پنځه نور لوبې يې بايلودې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.