کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي سياست ته د بېرته راتګ امکان رد کړى دى.
حامد کرزي دغه څرګندونې له امريکايي رسنۍ (سي اېن بي سي) سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې چې پرون خپره شوې ده.
هغه زياته کړې: ((ما خپل وخت تېر کړى دى.))
د نوموړي په وينا، دا به د ده او افغانستان لپاره تېروتنه وي چې که يو ځل بيا د افغانستان سياست ته مخه وکړي.
مخکني ولسمشر ويلي: ((موږ په افغانستان کې نوى ځوان نسل لرو، موږ بايد د هغوى له منځه نوي ولسمشران ولرو.))
کرزى وايي، د اساسي قانون له مخې بايد سياسي پروسه په ښه توګه پر مخ ولاړه شي، نه دا چې دا پروسه له رکود سره مخ شي.
ده زياته کړې: ((سياست ته زما ستنېدل به د افغانستان سياسي پروسه له رکود سره مخ کړي او دغه کار د افغانستان لپاره ښه نه دى.))
کرزي د امريکايي چارواکو او استخباراتي سرچينو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دى د يو ډول رواني ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې دى.
دى وايي: ((امريکايان په غلطه وو.))
هغه زياته کړې چې دا د امريکايانو له خوا زما پر ضد د پروپاګند يوه بېلګه ده، دوى غوښتل چې دريځ مې زيانمن او کمزورى کړي.
خو حامد کرزي ويلي چې د امريکايانو دا ډول هڅې په افغانستان کې برعکس اغېزې درلودې.
دى وايي: ((څومره چې امريکايانو زما پر ضد تبليغات او بريدونه کول هغومره به افغانانو له ما سره مينه زياتوله.))
په دې مرکه کې حامد کرزي له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د ايستلو په مهالوېش کې له شوي بدلون سره هم مخالفت څرګند کړى دى.
هغه د داعش په اړه هم خبرې کړې او دا يې په اوږودمهال کې د افغانستان لپاره ګواښ بللى، خو زياته کړې يې ده چې اوس په افغانستان کې داعش نشته.
حامد کرزي په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پيل شوې جګړه هم ناکامه بللې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن