ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرخندې د قتل اصلي عوامل بايد معلوم شي”

د فرخندې د قتل اصلي عوامل بايد معلوم شي”

author avatar
29 Mar 2015 - 17:23
د فرخندې د قتل اصلي عوامل بايد معلوم شي”
author avatar
29 Mar 2015 - 17:23

 کابل (پژواک ٩ ورى ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، چې ويل کېږي “فرخندې” له وژل کېدو وړاندې له يو شمېر سفارتونو سره ټيلېفوني اړيکه درلوده، خو حکومتي چارواکي وايي چې داسې کوم سندونه چې ياده ادعا دې ثابت کړي، تر اوسه پورې نه دي تر لاسه شوي.

 ٢٧ کلنه فرخنده، د کب مياشتې په ٢٨ مه  د کابل د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د يو شمېر کسانو له لوري له وهلو ډبولو وروسته ووژل شوه او بيا يې مړي ته اور ورته کړ.

 خلکو ادعا کوله چې هغې قرانکريم ته اور ورته کړى، خو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د يادې پېښې د څېړلو په موخه حقيقت موندونکي کمېسيون ويلي، چې تر اوسه پورې يې داسې کوم سندونه او شواهد چې ګنې هغې دې قرانکريم سوځولى وي؛ نه دي تر لاسه کړي.

 د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي او د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني نن د يادې پېښې د وضاحت وړاندې کولو لپاره د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون ته ورغوښتل شوي وو.

د ياد کمېسيون غړي او په ولسي جرګه کې د غور استازي کرام الدين رضازاده د دغه کمېسيون په غونډه کې وويل، داسې راپورونه شته چې  فرخندې له وژل کېدو وړاندې له يو شمېر سفارتونو سره اړيکه نيولې ده.

 نوموړي د کوم سفارت نوم وانخيست او ويې ويل، چې د يادې موضوع په اړه بايد په هر اړخيز ډول څېړنې وشي، ځکه د هغه په وينا؛ په دې اړه بېلابېلې اوازې شتون لري.

ولسي جرګه کې د بدخشان استازې او د فرخندې د قتل د حقيقت موندونکي کمېسيون غړې فوزيه کوفي وويل، چې بايدد فرخندې د ټيلېفوني اړيکو ثبت، تثبيت او واورل شي، ځکه له سفارتونو سره د فرخندې د اړيکې اوازه، د خلکو تر منځ د پراختيا په حال کې ده.

ولسي جرګه کې د ميدان وردګو استازي عبدالاحمد دراني، د فرخندې قتل وغانده خو ويې ويل: ” که چېرې څوک قرانکريم وسوځوي او يا څوک ووايي چې دغه کس قرانکريم وسوځاوه نو په خداى قسم چې موږ يو هم ځان نه شو کنټرولولى، هغه کار چې خلکو کړى نو موږ هم اسلامي او ايماني جذبه اخلي، سترګې مه پټوئ، قران سوځول شوى، هغه خلک (تورن) بايد د دې خبرې قرباني نه شي، چا ته برائت نه ورکوو.”

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير وويل، دغه قضيه په يوې لويې قضيې بدله شوې او د يادې موضوع په څېړنه کې بايد کومه نيمګړتيا شتون ونه لري.

هغه له پلټونکو ارګانونو وغوښتل چې د کومې مرجع او يا کوم چا تر اغېز لاندې رانشي او دغه قضيه په جدي اوهر اړخيز ډول وڅېړي.

 هغه وويل، چې فرخنده په ډېر بې رحمانه ډول وژل شوې او دوى يې وژنه غندي او د دغه قتل اصلي عوامل دې معلوم شي.

 د کمېسيون يو شمېر نور غړي هم ټينګار کوي، څو دغه قضيه بايد په جدي او هر اړخيز ډول وڅېړل شي.

 خو د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي وويل: ” فرخنده شهيده، د يو شمېر کسانو د احساساتو قرباني شوې ده.”

 د هغه په وينا: ” ناپوهي او له دين څخه بې خبري، د فرخندې د قتل له اصلي لاملونو بلل کېږي.”

 هغه زياته کړه: ” تر اوسه پورې مو داسې کوم سند نه دى تر لاسه کړى، چې له مخې دې فرخندې له کوم سفارت سره اړيکه نيولې وي.”

 خو علومي څرګنده کړه، چې د کورنيو چارو وزارت به د ملي امنيت په مرسته د فرخندې اړيکې وپلټي.

 د کورنيو چارو وزير وويل، په دغه قضيه کې ٢٨ ملکيان او ١٧ پوليس تورن بلل شوي چې دوسيې يې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.

 هغه وويل، ټولو تورنو کسانو له کوم فشار پرته په خپل جرم اعتراف کړى دى.

 د کورنيو چارو د وزير په وينا، امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول د کورنيو چارو وزارت چمتو دى، څو د يادې قضيې له حقيقت موندونکي کمېسيون سره هر ډول همکاري وکړي.

 د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني هم وويل، تر اوسه پورې يې کوم داسې سند چې فرخندې دې د قرانکريم کومه نسخه سوځولې وي او يا هم له سفارت سره اړيکه نيولې وي، نه دى تر لاسه کړى.

 د هغه په وينا، که کله هم څېړنې څرګنده کړي چې فرخندې قرانکريم سوځولى نو دغه معلومات به حتماً له خلکو سره شريک کړل شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.