ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خبريالانو په زابل کې له ازاد خبريال احمد ولي سرحدي سره شوى تشدد وغانده

د کندهار خبريالانو په زابل کې له ازاد خبريال احمد ولي سرحدي سره شوى تشدد وغانده

author avatar
29 Mar 2015 - 20:21
د کندهار خبريالانو په زابل کې له ازاد خبريال احمد ولي سرحدي سره شوى تشدد وغانده
author avatar
29 Mar 2015 - 20:21

کندهار (پژواک ٩ ورى ٩٤): کندهار مېشتو خبريالانو او د خبريالانو دفاع ټولنو په زابل کې د پوليسو له خوا د ازاد خبريال احمد ولي سرحدي وهل کېدل او له هغه سره شوى تشدد وغانده او د پېښې د څېړنې او د عاملينو د نيول کېدو غوښتنه يې وکړه.

دغه احتجاجي غونډه په کندهار کې له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) په حوزوي دفتر کې جوړه شوې وه، چې د ګڼو خبريالانو تر څنګ په کې په خپله احمد ولي سرحدي هم په ګډون کړى و.

په پيل کې د زابل د رسنيو د خپلواک مرکز مشر او ازاد خبريال احمد ولي سرحدي خبرې وکړې او د پوليسو له خوا له هغه سره د شوي تشدد په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

سرحدي وويل، د زابل امنيتي مسوولينو تل د دې ولايت خبريالانو ته ستونزې جوړې کړې او ان په ټولنيزو رسنيو کې يې پر يوه کمينټ او تبصره هم خلک بنديان کړي او ځورولي دي.

هغه زياته کړه، تېره ورځ د شهباز په نوم يو کوچى چې پوليسو سخت وهلى و، د زابل د رسنيو مرکز ته ورغلى و، چې هغه پرې راپور چمتو او ګڼو رسنيو دغه خبر خپور کړ.

دى وايي، د خبر له خپرېدو وروسته د زابل له امنيې قومندانۍ څخه د ترهګرۍ څانګې يوه ساتنمن، چې په مشاور مشهور دى، ده ته زنګ وواهه او ويې ويل چې امنيه قومندان (روغ لېوني) غوښتى يې.

د نوموړي په وينا، له پوليسو سره په فيلډر موټر کې کښېناست، خو هغه يې لومړى د قلات يوې بلې سيمې ته يووړ، چې هلته شاوخوا لسو پوليسو په خپلو ټوپکونو وواهه او وروسته يې امنيې قومندانۍ ته بوته.

دى زياتوي، هلته يې ورباندې بېلابېل تورونه پورې کېدل؛ کله به ورته ويل کېدل چې پوليس دې په موټر وهلي، کله به ورته ويل کېدل چې په کور کې دې ځانمرګى بريدګر ساتلى، خو چې دغو تورونو کار ور نه کړ، نو د پوليسو يوه مسوول ورته وويل چې تا د پوليسو پر ضد راپور خپور کړى دى.

سرحدي وويل، د قومندانۍ له مسوولينو سره تر اوږده جر و بحث وروسته، په ډېره بې عزتۍ وشړل شو او هغه د خپلې درملنې په موخه روغتون ته لاړ، خو دا چې ژوند يې په خطر کې و، د کور پر ځاى د ولايتي شورا ودانۍ ته لاړ، همالته يې پناه واخيسته او د شپې له تېرولو وروسته يې په پټه کندهار ته ځان را ورساوه.

نوموړي له کورنيو چارو وزارت څخه د دې موضوع د څېړنې غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې تر څو پورې ورسره عدل نه وي شوى، زابل ته نه ستنېږي، ځکه ژوند يې له ګواښ سره مخامخ دى.

دى وايي، د زابل امنيتي مسوولينو تر دې وړاندې هم ده ته ګواښونه کړي، او ان ورته ويلي يې وو چې ځانمرګى بريد ورباندې کېږي، ځکه څه موده مخکې هغه د شاجوى د تړلو ښوونځيو په اړه يو راپور خپور کړى و چې پيسې يې د طالبانو جېبونو ته ځي.

نوموړي زياته کړه، د زابل په نظامي او ملکي ادارو کې ټوپک سالاران او غاصبين مسلط دي او هغوى د خپلو ګټو په خاطر، نه غواړي چې رسنۍ د هغوى د ظلمونو او فساد په اړه راپورونه خپاره کړي.

په کندهار کې د نى د حوزوي دفتر مسوول سميع غيرتمل پر سرحدي بريد د بيان پر ازادۍ بريد وباله او ويې ويل، چې په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي او تشدد پېښې زياتې شوې دي.

دى وايي، تر دې پېښې وروسته يې د زابل له امنيتي چارواکو سره د اړيکو نيولو هڅه کړې، خو بريالى شوى نه دى، خو يواځې د ولايت مرستيال مسعود بختور دغه پېښه منلې او ويلي يې دي، چې د موضوع د څېړلو لپاره يې پلاوى ټاکلى دى.

غيرتمل د دې تر څنګ په کندهار کې هم خبريالان له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ وګڼل او له ولسمشر څخه يې وغوښتل، چې په خپله مداخله وکړي او د خبريالانو د حقوقو د خونديتوب هڅه وکړي.

د کندهار پرېس کلب مسوول سرور اماني وويل، په سوېل کې پر خبريالانو د چارواکو له خوا په داسې حال کې تشدد کېږي، چې دولت هم د رسنيو قانون لري او هم معلوماتو ته د لاسرسي قانون.

هغه زياته کړه، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ حکومت ادعا کوي، چې د فساد پر ضد به مبارزه کوي، خو په داسې حال کې چې د نظام مسوولين د خبريالانو د کار مخه نيسي او له هغوى سره تشدد کوي، نو خبريالان به څنګه وکولاى شي چې په ولايتونو کې د شته فساد په اړه خبرونه خپاره کړي.

اماني له کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل، چې د موضوع دقيقه څېړنه وکړي او تر څنګ دې يې د خبريالانو حقوق خوندي کړي.

د زابل امنيتي چارواکو تر اوسه د يادې شوې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د زابل ولايت مرستيال مسعود بختور منلې، چې د ياد شوي خبريال په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.