ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ملي اردو د هېواد ساتنې د سترې خپلواکې ازموينې په بريا ترسره کولو ته چمتو ده”

“ملي اردو د هېواد ساتنې د سترې خپلواکې ازموينې په بريا ترسره کولو ته چمتو ده”

author avatar
29 Mar 2015 - 16:43
“ملي اردو د هېواد ساتنې د سترې خپلواکې ازموينې په بريا ترسره کولو ته چمتو ده”
author avatar
29 Mar 2015 - 16:43

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د هوا په تودېدو سره په افغانستان کې د جګړې موسم پيل شوى، خو د ملي اردو تازه دمه ځواکونه ډاډ ورکوي چې اوچته وړتيا لري او کولى شي چې له وسله والو مخالفينو سره په پوره توان جګړه وکړي.

وسله وال مخالفين تل د ژمي په پاى ته رسېدو او د پسرلي په پيلېدو سره په هېواد کې خپل بريدونه پيلوي.

سږ کال امنيتي ځواکونو د لومړي ځل لپاره له هېواده په خپلواک ډول دفاع کوي او ناټو ځواکونه د جګړې له ډګره وتلي دي.

داسې اندېښنې هم شته چې امنيتي ځواکونه به د روان جګړه ييز کال په موسم کې له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د ايساف ١٣کلن جګړه ييز ماموريت د ٢٠١٤ کال په وروستيو کې په بشپړه توګه په رسمي ډول پاى ته ورسېد او د ناټو د غوڅ ملاتړ نوى ماموريت چې افغان ځواکونو ته له روزنې، مشورې او همکارۍ څخه عبارت دى، پيل شو.

افغان ملي امنيتي ځواکونه چې د ملي اردو شاوخوا دوه سوه زره کسيز ځواک هم په کې دى، له دې وروسته امنيتي مسووليتونه په ټول هېواد کې په بشپړ ډول پر غاړه واخيستل.

ملي دفاع وزارت وايي په روان کال کې يې پر وسله والو مخالفينو وار مخکې کړى او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې پراخ عمليات پيل کړي او روان کال به د دفاعي حالت پر ځاى يرغليز دريځ ولري.

نن د ملي اردو له روزنيز مرکزه فارغ شوو څه باندې دوو زرو سرتېرو او بريدملانو هم ډاډ ورکړ چې که په هر ډول شرايطو کې د هېواد په ناامنو ولايتونو کې ورته دنده وسپارل شي؛ چمتو دي چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه وکړي.

په کابل کې د ملي اردو د روزنيز مرکز قوماندان بريد جنرال امين الله پتياني وويل چې فارغ شوي سرتېري او بريدملان په بېلابېلو پوځي برخو کې روزل شوي او د هېواد په بېلابېلو قطعاتو کې به پر دندو وګومارل شي.

د احمدجان په نوم يوه بريدمل چې د فراغت سند يې ترلاسه کړى، وويل چې د خپلې مينې او لېوالتيا له مخې د ملي اردو له ليکو سره يو ځاى شوى او له څه باندې دوو مياشتنۍ زده کړو وروسته چمتو دى چې د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې دفاع وکړي.

د ضابط خان په نوم يوه بل سرتېري هم وويل: ((په هر ولايت کې دندې ترسره کولو ته چمتو يم او وسله وال مخالفين به دې ته پرې نه ږدم چې د خلکو امنيت ګډوډ کړي.))

د اکرم په نوم يوه بل سرتېري وويل: ((خوښ يم چې د ملي اردو له لارې خلکو ته خدمت او له هېواده دفاع کوم، تر څو مې چې يو څاڅکى وينه په تن کې وي، وسله وال مخالفين به پرې نه ږدم چې خپلو ناوړو موخو ته ورسېږي.))

په دفاع وزارت کې د ستر درستيز د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان تورن جنرال حبيب حصاري د دغو سرتېرو او بريدملانو د فراغت غونډې ته وويل چې وسله وال مخالفين د بريدونو لپاره له هر فرصته ګټه اخلي، خو ملي اردو او په ټوله کې امنيتي ځواکونه د هغوى پر وړاندې اوچته وړتيا لري او کولى شي چې پر وړاندې يې په خپلواک ډول ودرېږي.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو سرتېري په ټولو حالاتو کې ځانګړي تدابير لري او په هر ډول شرايطو کې له وطن څخه دفاع کولى شي.

حصاري زياته کړه چې د ملي اردو اړتياوي او لومړيتوبتونه تثبيت شوي چې معياري ښوونه او روزنه يې په سر کې ده.

هغه وويل: ((موږ هڅه کوو چې په ټوله کې د ملي اردو روزنيز سيستم معياري کړو چې پر همدې بنسټ مو د اردو بنسټيزې اړتياوې لومړيتوبونو ته په پام سره ارګ ته سپارلې چې په پوره کولو کې يې پاملرنه وشي.))

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.