کابل (پژواک ٩ ورى ٩٤): چارواکي وايي، په غزني کې اته وسله وال وژل شوي او پکتيکا کې د وسلو او مهماتو درې پټنځايونه کشف شوي دي.
د ٢٠٣ نمبر تندر قول اردو قوماندانۍ چارواکي وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې په غزني ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې ٨ وسله وال مخالفين وژلي او څلور ټپيان کړي دي.
د يادې قول اردو د عامه چارو امريت له لوري، نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان يې د غزني د اندړو ولسوالۍ د بشي او غلام صديق په کليو کې د نصرت په نامه د ګډو عملياتو په لړ کې وژلي او ټپيان کړي دي.
د سرچينې په حواله، دغه راز نهه موټر سايکلونه او يو فلاينکوچ موټر چې له چاودېدونکو توکو بار وو، د دوى د پرسونل له خوا د اندړ ولسوالۍ په ګبري کې سوځول شوي دي.
بايد وويل شي، چې دغه عمليات له تېرو کابو لس ورځو راهيسې روان دي.
د يوه بل خبر له مخې، د ملي امنيت رياست وايي، په پکتيکا کې يې د وسلو او مهماتو درې پټنځايونه ترلاسه کړي او په تړاو يې درې تنه نيولي دي.
له ياد رياست څخه، پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوى منسوبينو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د پکتيکا د ګياني ولسوالۍ د کينه ګژي کلي له اړوندو سيمو څخه د حقاني ډلې د ځانمرګو واسکټونو د جوړېدو، چاودېدونکو توکو، ماينونو، وسلو او مهماتو ۳ پټنځايونه کشف کړي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، له دې پټنځايونو څخه ١٣ ځانمرګي واسکټونه، ١٦ د ار پي جي ٧ راکټ انداز، يو ۸۲ ملي متري توپ، يوه دهشکه، يو زيکو يو، ۵ پيکا، ۵ کلاشينکوفونه، ٧٠ ماينونه، ٥٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او دغه راز په سلګونو فيره د ډول ډول وسلو مهمات او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.
سرچينه کاږي، دا وسلې او مهمات د ځانمرګو بريدونو، ترهګريزو او ورانکارو کړنو او ماين خښونې په موخه په يادې شوې سيمه کې ځای پر ځای شوي وو، چې په نيولو سره يې د يو لړ بريدونو او ورانکارو کړنو مخه نيول شوې ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې پټنځايونو په تړاو درې تنه نيول شوي هم دي.
خو سرچينې د دې پټنځايونو د نيولو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.
وسله والو مخالفينو د يادو دواړو پېښو په اړه، تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن