ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاريکارو کې د ښځينه بنديانو د نه خوړو اعتصاب پاى ته ورسېد

چاريکارو کې د ښځينه بنديانو د نه خوړو اعتصاب پاى ته ورسېد

author avatar
29 Mar 2015 - 11:46
چاريکارو کې د ښځينه بنديانو د نه خوړو اعتصاب پاى ته ورسېد
author avatar
29 Mar 2015 - 11:46

چاريکار (پژواک، ٩ ورى ٩٤): د پروان په مرکز چاريکارو کې د ٢٠ ښځينه بنديانو د نه خوړو اعتصاب پاى ته رسېدلى دى.

دغه ښځينه بنديانې چې درېيو هغو يې خولې هم ګندلې وې، وايي چې د نه خوړلو اعتصاب يې له دې امله کړى و چې د ښځو پيوستون نړيوالې ورځې (د مارچ اتمه) په مناسبت  په صادر شوي فرمان کې د هغو ښځو په لېست کې  نه دي شاملې شوې چې په بند کې يې تخفيف راغلى دى.

په اعتصاب کوونکو کې هغه درې ښځې هم شاملې دي چې د حکم له مخې يې د بند په موده کې تخفيف راغلى دى.

ولايتي چارواکي وايي چې د دغو بنديانو له ډلې ځينې د وژنو او تښتونو په تور بنديانې شوې دي او ټولې ښځې د بښنې او تخفيف په فرمان کې نه راځي.

د دغه محبس مدير سمونوال عبدالواحد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت والي او ځينو نورو  ولايتي چارواکو پرون له غرمې وروسته له بنديانو سره خبرې وکړې او هغوى ته يې قناعت ورکړ چې خپل اعتصاب پاى ته ورسوي.

د هغه په خبره، ولايتي چارواکو اعتصاب کوونکو بنديانو ته ويلي چې د هغوى ټولې غوښتنې به لوړپوړو چارواکو ته ورسوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه زندان کې د يادو شلو ښځو په ګډون ټول ټال  ٦٠٠ بنديان دي.

پژواک هڅه وکړه چې د يادو ښځينه بنديانو نظر هم واخلي، خو د زندان چارواکو هغوى ته د خبرو اجازه ورنه کړه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.