مزارشريف (پژواک، ١٠ ورى ١٣٩٤): د بلخ چارواکي وايي چې ناپېژاندو کسانو د دغه ولايت له شولګرې ولسوالۍ درې تنه تښتولي دي.
د يادې ولسوالۍ ولسوال سراج الدين عابد د وري په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازديګر په داسې حال کې چې ياد کسان له دره صوف ولسوالۍ څخه مزار ته پر لاره وو، رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د تښتول شوو کسانو د هويت او ځاى په اړه معلومات نه لري.
خو د بلخ سرپرست امنيه قوماندان سمونوال عبدالرزاق قادري د دې پېښې د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې په تښتول شوو درېيو کسانو کې يو د ډبرو سکرو سوداګر دى او دوه نور عام وګړي دي.
هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل چې د تښتول شوو دغو کسانو د خلاصون په موخه يې عمليات پيل کړي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په لويو لارو کې د مسافرو د تښتونې او وژنې پېښې ډېرې شوې دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن