ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ظاهر قدير: د ولسي جرګې غړي له امنيتي ګواښونو سره مخ دي

ظاهر قدير: د ولسي جرګې غړي له امنيتي ګواښونو سره مخ دي

author avatar
30 Mar 2015 - 15:24
ظاهر قدير: د ولسي جرګې غړي له امنيتي ګواښونو سره مخ دي
author avatar
30 Mar 2015 - 15:24

کابل (پژواک،١٠ ورى ٩٤): د ولسي جرګې لومړى مرستيال وايي، مخکې يې راپور ترلاسه کړى و چې د”ګل بادشاه مجيدي” په ګډون د ولسي جرګې ټول غړي له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

تېر ماښام د کابل ښار د اتمي امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې درې کسان ووژل شول او په ولسي جرګه کې د پکتيا د استازي ګل بادشاه مجيدي په ګډون ٨ تنه ټپيان شول.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، دغه بريد وغانده او زياته يې کړه: “ما يوه مياشت مخکې مجيدي ته ويلي وو چې ځانمرګي بريد کوونکي در پسې دي، هغه راته وويل چې زه خو ځان ترې نه شم ساتلى، نو بيا ما خپل يو زرهي موټر ورکړ.”

هغه زياتوي: “يواځې د ګل بادشاه مجيدي خبره نه ده، له ماسره دلته لېست پروت دى، ټول له امنيتي ګواښونو سره مخ ياستو.”

ظاهر قدير د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې له بېلابېلو امنيتي سرچينو يې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې د دې جرګې ټول غړي له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د لړم په ٢٥مه د ولسي جرګې د غړې شکريې بارکزۍ پر موټر هم په کابل ښار کې ځانمرګى بريد وشو.

په دغه بريد کې درې تنه ووژل شول او د شکريې په ګډون شاوخوا ٣٠ نور ټپيان شول.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د دې جرګې د غړو امنيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وايي: “که چېرې د ولسي جرګې غړي له امنيتي ګواښ سره مخ وي نو په دې معنا ده چې ټول ملت له امنيتي ګواښ سره مخ دى.”

په ياده جرګه کې د کندهار استازي حميدزي لالي هم پر ګل بادشاه مجيدي شوى ځانمرګى بريد وغانده او له امنيتي ځواکونو يې د جرګې د غړو د امنيت د ټينګښټ غوښتنه وکړه.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.