ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي برېښنا مزي ٢٠ زره  ځلې پرې شوي

د کجکي برېښنا مزي ٢٠ زره ځلې پرې شوي

author avatar
31 Mar 2015 - 15:22
د کجکي برېښنا مزي ٢٠ زره  ځلې پرې شوي
author avatar
31 Mar 2015 - 15:22

لښکرګاه (پژواک ۱۱ ورى ۹۴) : چارواکي وايي چې له کجکي ولسوالۍ څخه لښکرګاه او کندهار ښار ته د برېښنا غځېدلي مزي په تېرو څو کلونو کې ٢٠ زره ځلې پرې شوي او بيا ترميم شوي دي.

دغه څرګندونې د هلمند او کندهار د برېښنا رياستونو مسوولينو په لښکرګاه کې تېره ورځ ناوخته د يوې خبري غونـډې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه‌، چې په دغه ولايت کې د ذوالفقار عملياتو پر مهال چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې روان دي، د جنګونو‌، د ماينونو د چاودنو او بريدونو له امله څلور زره متره مزي پرې شوي او ١٠ پايې هم زيانمنې شوې دي.

د کندهار د برېښنا شرکت مرستيال امان الله ايوب فاروقي چې د پرې شويو مزو د رغولو په موخه سنګين ته  تللی و ، پژواک ته وويل چې که څه هم اوس يې د دغو مزو په مټ لښکرګاه او کندهار ته  برېښنا ورسوله،  خو د باور وړ نه ده او د مزو د نوي کېدو لپاره يې هڅې اړينې دي.

نوموړي زياته کړه چې اوسني مزي ډير زاړه شوي ،له چاودنو او جګړو سربېره د برېښنا د ټکان،  بادونو او توپانونو پرمهال  هر وخت دپرې کېدو احتمال لري.

د فاروقي په وينا، د دغو مزو نوي کېدو په موخه دکندهار او هلمند په يو شمېر سيموکې د بهرنيانو له خوا کمپونه جوړ شوي، خو دوی باوري نه دي چې دغه پروژه به بيا پيل او بشپړه شي، ځکه چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په ياده برخه کې يواځې ژمنې شوي او په عمل کې هېڅ نه دي شوي.

د کندهار د برېښنا شرکت مرستيال وايي، په هغو سيموکې چې د برېښنا مزي تېر شوي امنيتي واک يې هم له دولت اوهم له طالبانو سره دی او په قصدي توګه دوی ته څوک مشکلات نه جوړي، خو ستونزه يې داده چې دغځېدلو مزو په اوږدو کې عمليات روان دي او ګڼ شمېر ماينونه ځای پرځای شوي دي.

نوموړي له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه، چې که په کجکي کې دريېم تور بين نه جوړيږي، لږ تر لږه خو دې دغه مزي چې هره ورځ په خپله پرې کېږي، نوي کړي او د  زړو پايو پر ځای نوې پايې و دروي.

د فاروقي په وينا، اوس مهال د کجکي دوه  فعاله توربينونه د ۳۳ ميګاواټه برېښنا توليد ظرفيت لري، خو اوس يواځې ٣٠ ميګاواټه برېښنا توليدوي ۱۰ کندهار، ۵  لښکرګاه او پاتې ۱۵ ميګاواټه يې په موسی کلا، سنګين او دکجکي په زمينداور سيموکې مصرفيږي چې ډېر واک يې هم  له طالبانو سره دی.

نوموړي ګواښ وکړ، پر هغو خلکو به برېښنا قطع کړي، څوک يې چې لګښت نه پرې کوي.

د هلمند د برېښنا رييس انجنير فيض الله وويل ، تر ډېره برېښنا په عادلانه توګه وېشل شوې ده، يواځې د ولايت واټ چې د ځينو دولتي چارواکو کورونه، روغتون او رياستونه په کې شته ډيره برېښنا ورکول شوې ده او پاتې  سيموته  په نوبتي ډول  برېښنا وېشل کېږي.

هغه وويل چې له کجکي څخه غځېدلې مزي په تېرو څو کلونو کې ٢٠ زره ځلې پرې شوي او بيا ترميم شوي چې اوس ددې مزو نويو کولو ته اړتيا ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.