ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ننګرهار کې  پر ۱۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي”

” ننګرهار کې پر ۱۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي”

author avatar
31 Mar 2015 - 17:06
” ننګرهار کې  پر ۱۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي”
author avatar
31 Mar 2015 - 17:06

جلال اباد (پژواک، ۱۱ وری ۹۳) :د ننګرهار ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس وايي چې د دغه ولايت په ۱۳ ولسواليو کې  تر ۱۸ زره هکتاره پر ډېره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې د اړولو لړۍ به يې روانه اوونۍ پيل شي.

تراوسه پورې په دغه ولايت کې دکوکنارو د کرکيلې کره سروسې نه ده معلومه، خو چارواکي وايي،لومړنۍ سروې ښيي چې د دغو توکو کرکيله له تېر کاله ډېره ده.

تېر کال په ننګرهار کې پر ۱۸ زره هکتاره ځمکه کوکنارکرل شوي و، خو ويل کېږي چې سږ کال په هغو ولسواليو کې هم کوکنار  کرل شوي چې پخوا په کې د دغو توکو  د کښت کچه صفر وه.

د دغه ولايت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رييس محمد ادريس ساپي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل : ((زموږ سروې لا بشپړه شوې نه ده ، خو له تېر کال څخه سږ کال د کوکنار کښت زيات دی ، تېر کال پر ۱۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.))

ساپى زياتوي چې سږکال د ننګرهار ولايت د ۱۳ ولسواليو په لرو پرتو سيمو کې د کوکنار کښت شوى چې دوی يې د اړولو پلان جوړ کړی دی.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( کوکنار اکثر په هغو سيمو کې کرل کېږي چې ناامنيي وي، سږکال په ځينو هغو ولسواليو کې چې پخوا په کې کوکنار صفر و، هم کوکنار کرل شوي ، لکه بټي کوټ او غني خېل ، خو سږکال دلته هم کوکنار شته.))

هغه وايي: (( موږ له امنيتي ادارو سره خبرې او غونډې کړې دي، روانه اوونۍ به د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړو،اول به د شينوارو له زون څخه پيل وکړ بيا به د خوږياڼو په زون کې دا پروسه پلې کړو، البته د ګوشتې زون کې په ډېرو ولسواليو کې کوکنار نشته.))

نوموړي وويل په هغو سيمو کې چې کوکنار اړول کېږي د بديل په ډول به يې د سيمو خلکو ته د ټولګټې پروژې پيل کړي : (( موږ سږکال د ۲ سوه ۲۰ زره ډالرو په ارزښت په هغو سيمو کې چې کوکنار يې اړو پروژې پلې کوو.))

اخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزی وايي چې د ولايت مقام اړوندو ادارو ته د کوکنار پر ضد د کمپاين پيلولو سپارښتنه کړې ده .

د والي وياند د پژواک خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې کوکنار په اکثرو ناامنيو سيمو کې کرل شوي څنګه به واړول شي وويل: (( د ولايت مرستيال  په دې تړاو له  ولسوالانو او امنيتی ادارو سره غونډې کړي او د امنيت منظم پلان يې جوړ کړی، څو د ممکنه پېښو مخنيوی وکړای شي.))

دننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد بيا وايي چې له ټولو امنيتی ادارو سره په همغږۍ يې دکوکنارو اړلو کمپاين ته چمتوالی نيولی دی.

د امنيه قوماندان په خبره، سرتېري به ټولو سيمو کې دا کمپاين ترسره کړي چې کوکنار په کې کرل شوي وي.

د ننګرهار د شينوارو او خوږياڼو زونونو په ډېرو سيمو کې کوکنار کرل شوي، چې ويل کېږي فصلونه يې د ګلانو په مرحله کې دي او په راتلوونکې مياشت کې به د نېش وهلو جوګه وي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.