ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ملي عوايدو کې زياتوالى راغلى

په ملي عوايدو کې زياتوالى راغلى

author avatar
31 Mar 2015 - 18:55
په ملي عوايدو کې زياتوالى راغلى
author avatar
31 Mar 2015 - 18:55

کابل( پژواک، ١١ ورى ٩٤): د مالي کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د ملي عوايدو کچه  ٢٤ عشاريه ٤٧ ميليارده افغانيو ته رسېدلې چې له ټاکلي هدف څخه ٢١ مېليونه زياتوالى ښيي.

دغه راز د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، ياد راټول شوي عوايد د تېر کال د همدې وخت د عوايدو په پرتله څلور سلنه لوړوالى ښيي.

د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ پيلېږي.

د ماليې وزارت ليکي چې د روان مالي کال د لومړيو درېيو مياشتو لپاره ٢٤ عشاريه ٢٦ ميليارده افغانۍ هدف ټاکل شوى و، خو د عوايدو کچه ٢٤ عشاريه ٤٧ ميليارده افغانيو ته ورسېده.

سرچينه زياتوي: “پورته ياد شوي ارقام په مجموع کې زموږ ټول ګمرکي، مالياتي او غيرمالياتي عوايد ښيي او که چېرې بيا د ګمرکونو حالت ته وګورو نو دلته هم د پام وړ زياتوالى راغلى دى.”

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګمرکونو عمومي رياست وکولى شول چې د کال په لومړيو درېيو مياشتو کې ١١ عشاريه ٦٥٦ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي، چې له ټاکلي هدف څخه نږدې ٩،٩ سلنه زيات دي.

د مالي وزارت ليکي، دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په پرتله د مالياتي اظهارنامو کچه څلور عشاريه يو سلنه ټيټه شوې او په ګمرکونو کې د باروړونکو موټرو شمېر نږدې ١٣ عشاريه ٨ سلنه کم شوى دى.

مالياتي اظهارنامه يوه ځانګړې فورمه ده چې له مخې يې د ماليه ورکوونکو ماليات تصفيه او اجرا کېږي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې په سوداګرۍ کې ١٤ سلنه زياتوالى راغلى، خو دا زياتوالى په حجم کې نه دى، بلکې د توکو په ارزښت کې دى.

سرچينه زياتوي چې د اظهارنامې پر سر عوايد ١٤ عشاريه اته سلنه زيات شوي او د لارۍ پر سر ٢٧ سلنه پورته ته تللي چې ښه راتلونکې ښيي.

 ماليې وزارت وايي چې د ګمرکونو او عوايدو چارې ښې روانې دي او تمه ده چې په ټاکلي وخت کې به خپل ټاکلي هدف ته ورسيږي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د روان کال د ملي عوايدو لپاره ١٢٠ عشاريه څلور ميليارده افغانۍ هدف ټاکل شوى دى.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې که حالت همدغسې دوام وکړي، نو نه يواځې خپل ټاکل شوى هدف به پوره کړي، بلکې کېداى شي د عوايدو کچه تر ټاکلي هدف هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ځان د هېواد د بسياينې په موخه بايد د افغانستان ملي عوايد ډېر لوړ شي، ځکه چې دا مهال يې د بوديجې ډېره برخه پر بهرنيو مرستو ولاړه ده.

د روان مالي کال عادي بوديجه ٢٨٣ ميليارده افغانۍ او پراختيايي بوديجه ١٥٢ مېليارده افغانۍ تصويب شوې ده.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.