ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې پنځلس تاريخي اثار ثبت شول

په پروان کې پنځلس تاريخي اثار ثبت شول

author avatar
31 Mar 2015 - 18:07
په پروان کې پنځلس تاريخي اثار ثبت شول
author avatar
31 Mar 2015 - 18:07

چاريکار(پژواک، ١١ ورى ٩٤): د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې ١٥ تاريخي اثار ثبت کړي دي.

 تر دې وړاندې په دغه ولايت کې ٢٥ تاريخ اثار ثبت شوي وو.

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوى امر سيد صبور مهدي د معلوماتو له مخې، ددغه ولايت ثبت شوي تاريخي اثار له ٧٠ تر دوو زرو کلونو پورې مخينه لري.

د مسګرۍ بازار، د پښانو بازار، د پښانو جومات، د خواجګانو صوفه، د لوخو حوضونه، چهارسو بانډه، د چاريکارو زوړ بازار، د چرمګرۍ بازار، ډبرينې بغرۍ، درمسال، شاه مست قلندرزيارت، د بابه ميرسنګي زيارت، توپ دره جنګي کلا او ميرعلم پل، هغه تازه تاريخي اثار دي چې ددغه ولايت په مرکز کې موقعيت لري.

خو د هغه په خبره، کافرکلا نوى ثبت شوى تاريخي اثر دى چې ددغه ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې موقعيت لري.

مهدي وويل چې تاريخي سيمې او بناوې په تېره شاوخوا يوه نيمه مياشت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا څېړل شوې او ددغه ولايت د تاريخي اثارو په ډله کې ثبت شوې دي.

نوموړى چې له تېر شاوخوا يوه نيم کال راهيسې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوى د امر په توګه دنده تر سره کوي، څرګندوي چې دغه اثار تر اوسه د چارواکو د نه پاملرنې په ځانګړي ډول د مديريت د کمزورۍ په سبب په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې نه وو ثبت شوي.

هغه ددې تاريخي اثارو لرغونتيا، موقعيت او ساحې د څرنګوالي په اړه داسې معلومات وړاندې کړل:

د مسګرۍ بازار

د مس ګرۍ بازار له دوه زره کاله مخينې سره د دغه ولايت مرکز چاريکارو ښار شمال ته پروت دى ، د مقدوني سکندر پرمهال جوړ شوى او د ډوډۍ خوړلو مسين لوښي په کې جوړېدل.

اوسمهال ددې بازار په شمالي برخه کې مسين لوښي ترميم کېږي، خو تاريخي بناوې يې چې د بازار په سوېل کې موقعيت لري، ويجاړې شوې دي.

 د اهنګرۍ بازار

دا بازار هم دوه زره کاله وړاندې د چاريکارو د مسګرۍ بازار ته څېرمه د مقدوني سکندر پر مهال جوړ شوى او  هغه مهال په کې پوځي وسايل لکه تورې، سپر او زرې جوړېدل.

اوسمهال په دې بازار کې تبر، تېشه، لور، کراچۍ، يوم او نورو توکي جوړېږي. د هغه مهال جوړې شوې بناوې د بازار په سوېل کې ويجاړې شوې، خو نښې يې ليدل کېږي.

د اهنګرانو(پښانو) جومات

دا جومات هم د چاريکارو ښار شمال ته د پښانو بازار ته نږدې موقعيت لري او اوس هم د حضرت داود(ع) د جومات په نامه يادېږي.

دا جومات ١٢٠٠ کاله وړاندې جوړ شوى، دېوالونه يې له ډبرو او خټو رغول شوي او په جوړښت کې يې له حکاکي څخه هم کار اخيستل شوى دى. دا جومات په بيا بيا ترميم شوى او اوسمهال هم په کې ځايي خلک پنځه وخته لمونځ کوي.

د خواجګانو صوفه

دا صوفه ١٢ متره مربع پراخوالى لري او دا هم اته سوه کاله وړاندې د اهنګرانو( پښانو) بازار ته نږدې د سيدجعفر مجرد له خوا جوړه شوې ده.

يوه اويا کلن  ځايي سپين ږيري حاجي سکندر وويل چې دا صوفه د سيد جعفر په نامه يوه تن جوړه کړې ده.

د هغه په خبره، مجرد د خپل پير په لارښوونه څلورنهرونه چې اوسمهال د((خواجه وياله، ماهيګر وياله، بګرام وياله او کهنه وياله) په نامه يادېږي؛ په چاريکارو کې جوړ کړي دي.

سکندر زياته کړه له مشرانو يې اورېدلي چې سيدجعفر مجرد خلک ددې صوفې تر يوې ونې لاندې را ټول کړل او له هغوى څخه يې ددې ويالو په جوړولو کې مشوره وغوښتنه . د هغه په خبره، اوس له دې صوفې څخه کار نه اخيستل کېږي.

 د لوخو ډنډ

دغه حوض ٨٠٠ کاله مخکې د ١٢ متره اوږدوالي، لس متره پلنوالي او دوه متره لوړوالي سره د خواجګانو صوفې په دوه سوه مترۍ کې جوړ شوى دى. پخوا په کې د لوخې په نامه يو ډول بوټى زرغونېده چې د جوماتونو فرش او بوريا به ترې جوړېده. اوسمهال ترې يواځې د ځمکې په خړوب کې کار اخيستل کېږي.

چهارسو بانډه

دا بانډه ٨٠٠ کلنه تاريخي مخينه لري او د چاريکار ښار شمال ته د خواجګانو صوفې ته نږدې پرته ده. له دې ځايه د چاريکارو څلورو نورو بانډو(اقايي، اکرم خان، ملتاني او اهنګري) ته تګ راتګ کېږي

 د چاريکارو زړو بازار

 دا بازار ٢٠٠٠ کاله تاريخي مخينه لري او د چاريکارو په سوېل کې پروت دى. په دې بازار کې د پښ، مسګرۍ، منډوي، درمل پلورنې، عطاري، بزازۍ، کلالۍ او نور کارونه تر سره کېدل.

ددې بازار تاريخي بناوې په ويرانو بدلې شوې او اوسمهال يواځې څو د خوارکي توکو پلورنځي په کې فعال دي.

 د چرم ګرۍ بازار

دا بازار د چاريکار ښار په سوېل کې موقعيت لري او له جوړېدو يې اووه سوه کاله تېرېږي.

په دې بازار کې کڼاوې( لرګين بوټونه، چرمي سلواغې او غلولکې جوړېږي. اوسمهال په دې بازار کې يواځې سلواغې( ډولچې) او غولکې( ليندۍ) جوړېږي، خو د هغه مهال اکثره ودانيزې نښې يې په ويرانو اوښتې دي.

ډبرينې بغرۍ

دچاريکار ښار په زاړه بازار کې درې ډبرينې بغرۍ هم شته او تاريخي مخينه يې ٧٠٠کلونو ته رسېږي.

اغور يا بغرۍ هغه ډبرې ته ويل کېږي چې منځ يې کيندل شوى وي او د هغه مهال خلکو به له دې لارې چرمونه نرمول او کله کله به يې ترې د اونګ کار هم اخيسته.

درمسال

دا درمسال د چاريکارو زاړه ښار کې موقعيت لري او تاريخي مخينه يې دوه سوه کلونو ته رسېږي. له دې درمسال څخه کار نه اخيستل کېږي، ځکه چې په چاريکارو کې هندوان ژوند نه کوي.

اوسمهال مستانه سنګ يواځينى اهل هنود دى چې په چاريکارو ښار کې د يوناني طبابت پلورنځى لري او شپه په دې درمسال کې تېروي.

 شاه مست قلند زيارت

دغه زيارت چې ٨٠٠ کاله تاريخي مخينه لري، د چاريکارو زاړه ښار سوېل ته نعمان واټ ته نږدې موقعيت لري.

د چاريکارو د زاړه ښار يوه اوسېدونکي٦٠ کلن ميرزا محمد وويل چې له ځايي مخورو څخه يې اورېدلي چې سلګونه کلونه وړاندې د شاه مست په نامه يو تن په دې ښار کې له خپل پير سره اوسېده او يوه ورځ يې پير ورته وويل چې له ځانه دې پول جوړ کړي.

دده په خبره، وروسته شاه مست سيمه پرېښوده او څلوېښت کاله يې په کابل کې تر يوه پله لاندې تېر کړل، وروسته يې پير بېرته چاريکار ته راوست، د قلندر لقب يې تر لاسه کړ او په همدې ځاى کې وفات شو.

دغه زيارت د چاريکار ښار د پښانو بازار ته څېرمه موقعيت لري او تاريخي لرغونتيا يې ١٢٠ کلونو ته رسېږي.

د جبل سراج ولسوالۍ د اشابه سيمې اوسېدونکى بابه ميرسنګي د افغان –انګليس په جګړه کې په همدې ځاى کې وژل شوى دى.

د  افغان –انګليس لومړۍ جګړه په ١٨٣٩، دويمه جګړه په ١٨٨٠ او وروستۍ لښکر کشي يې په ١٩١٩ زېږديز کال کې تر سره شوه چې وروسته د ١٢٩٨ لمريز کال د زمري مياشتې په ٢٨مه انګرېزان اړ شول چې د افغانستان د خپلواکۍ سند لاسليک کړي.

 د توپ دره جنګي کلا

دغه کلا د چاريکار ښار د لوېديځ په څلور کيلومترۍ کې موقعيت لري چې ٢٠٠٠کلنه تاريخ مخينه لري. دغه کلا چې په څلور جريبه ځمکه کې جوړه شوې، د کوشانيانو پوځي ځواکونو ترې ګټه اخيستې، خو اوس يې يواځې نيمه وران شوي دېوالونه پاتې دي.

کافرکلا

دغه کلا اوس يواځې نشته، يواځې ځينې سترې خرابې يې ليدل کېږي او په لوېديځو، ختيځو او شمالي درېيو ضلعو کې يې د برجونو اثار ښکاري او د پروان د سالنګ ولسوالۍ په کوکلامي دره کې موقعيت لري، چې تاريخي مخينه يې ٢٠٠٠ کلونو ته رسېږي.

د کوشانيانو پر مهال ځينې خلک په دې کلا کې اوسېدل او د مسلمانانو له خوا ددې ټاټوبي له نيولو وروسته په کافر کلا ونومول شوه.

پول ميرعلم

دغه پول د چاريکار ښار شمال ته پر نعمات واټ کې موقعيت لري او اويا کاله وړاندې د ميرعلم په نامه د يوه تن له خوا له لرګيو جوړ شوى و چې موټر هم ورباندې تېرېدل، خو اوسمهال پوخ شوى دى.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او ګرځندوى امر سيد صبوبر مهدي په خبره، هر هغه اثر چې د خلکو پر وړاندې ارزښت او محبوبيت ولري، د تاريخ د يوې برخې څرګندونه وکړي او لرغونتيا يې له پنځوس کلونو ډېره وي، په تاريخ اثارو کې راتللى شي.

پخوا ثبت شوي تاريخي اثار

ددې اثارو له ډلې څه باندې ٢٥ اثار د پروان په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې ثبت شوي دي.

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د معلوماتو له مخې، د توپ درې او پزه شترک استوپې، د چهار پير حاضر زيارت، د امام اعظم(رح) چشمه خانه پدران، ميرګل تخت، د بي بي اغوري مقبره، د خواجه سبزپوش ولي زيارت، د خواجه سياران باغ رېګ او دولت شاهي کلى ددې ولايت په مرکز کې ثبت شوي تاريخ اثار دي.

سرچينې همدرانګه وويل چې جبل سراج ارګ، جبل سراج تاريخي برج، سنګ خواهرو برادر، سنګ اقتاش، بي نيک زن سميه، پل اشابه، پل بهلول او سموچ هاى ګبهارتاريخي اثار پخوا ثبت شوي او ددې ولايت په جبل سراج ولسوالۍ کې دي.

ددې رياست د معلوماتو له مخې، کافر کلا، عبدالله برج او د کوه پهلوان شاوخوا په بګرام کې د اوو بودايي معبدونو په لرلو، د سالنګ غوث کلى او په سالنګ کې د خاورو حوضونه، په سياه ګرد ولسوالۍ کې نيايشګاه فندقستان، په شينوارو ولسوالۍ کې د نازو غوربند دره او په شيخ علي ولسوالۍ کې د غوربند توده چينه هغه تاريخي اثار دي چې پخوا ثبت شوي.

 سيد صبور مهدي وويل چې ددې ولايت ځينې تاريخي اثار لکه د جبل سراج ارګ هم بيا رغونې ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه چې ددې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هڅه کوي چې ددې تاريخي اثارو د بيا رغونې لپاره مالي امکانات پيدا کړي.

د جبل سراج د ارګ ودانۍ په ١٩٠٧ زېږديز کال کې د امير حبيب الله خان د حکومت پرمهال جوړه شوې او د سراج الامصار په نامه يادېده او د امان الله خان تر حکومت پورې ترې  د شاهي مقر په توګه کار اخيستل کېده. امان الله خان د  ١٢٩٧ لمريز کال په وروستيو کې واک ته ورسېد.

د جبل سراج ارګ تاريخي ودانۍ د پروان د جبل سراج ولسوالۍ په مرکز کې موقعيت لري او د وروستيو درېيو لسيزو په جګړو کې ويجاړه شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستيال مصدق خليلي په خبره، په افغانستان کې پنځه زره تاريخي ساحې او ١٤٠٠ تاريخي بناوې له دې  وزارت سره ثبت شوې، خو هغه وويل کوم تاريخي اثار چې په نورو هېوادونو کې شته، تر اوسه نه دي ثبت شوي .

سرچينې دا هم وويل چې په کابل موزيم کې اتيا زره تاريخي اثار موجود دي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.