ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې يو طالب قوماندان ونيول شو

په کابل ښار کې يو طالب قوماندان ونيول شو

author avatar
31 Mar 2015 - 14:39
په کابل ښار کې يو طالب قوماندان ونيول شو
author avatar
31 Mar 2015 - 14:39

کابل(پژواک، ١١ ورى ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د طالبانو يو قوماندان يې په کابل ښار کې نيولى دى.

ددغه رياست له خوا نن( د وري ١١مه) پژواک خبري اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تن حميدالله نومېده چې په ضابط حميد مشهور و.

 په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد شوي تن د غزني، پکتيکا ولايتونو او کابل ښار په بېلابېلو ويجاړوونکو او ترهګريزو فعاليتونو کې فعاله ونډه درلوده.

سرچينې همدارنګه زياته کړې چې قوماندان حميدالله د طالبانو له خوا کابل ته د بهرنيو وګړو د ترور په موخه را استول شوى و.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې چې دغه قوماندان د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د ملي امنيت ځواکونو سره تر مخامخ نښتې وروسته نيول شوى دى.

د ملي امنيت رياست د نيول شوي تن د نيول کېدو وخت نه دى په ډاګه کړى، خو ويلي يې دي چې نوموړي د څېړنو پرمهال پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.