فيض اباد (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې بهرنيو وسله والو د دوو پوليسو سرونه پرې کړي او درې وسله والو مخالفين له سولې پروسې سره يوځاى شوي دي.
د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله اديب، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو دغه دوه پوليس د روانې اوونۍ په لومړيو کې د جرم ولسوالۍ په پل علي مغلان سيمه کې پر يوې امنيتي پوسته د بريد پرمهال نيولي وو.
هغه زياته کړه چې د ملي پوليسو او عامه نظم د دې دوو پوليسو سرونه تېره ورځ د بهرنيو وګړو له خوا پرې شوي دي.
د هغه په وينا، شاوخوا ١٢٠ بهرني وګړي چې د چيچين، ازبکستان او تاجکستان اوسېدونکي دي، د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې فعاليت لري او د امنيت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د بدخشان ولايت سرپرست وويل، که چېرته دغه دره چاڼ نه شي، نو پر يمګان، کران منجان، وردوج او زيباک ولسوالۍ به هم ناوړه اغېزه ولري.
د بدخشان ولايت سرپرست د جرم ولسوالۍ په فرغاميروي کلي کې د قوماندان پيرمحمد په مشرۍ د درېيو وسله والو مخالفينو د يوځاى کېدو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې دغو کسانو درې ميله وسله هم له ځان سره راوړې ده.
د ويلو ده چې په دې وروستيو کې له دولت سره د بدخشان د تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي والي قاري عيدي او د هغه د لسو کسانو د يو ځاى کېدو خبر هم ورکړل شوى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن