جلال اباد (پژواک، ١٢ وری ۹۴): په ننګرهار ولايت کې د سلګونه شاعرانو، ليکوالو او فرهګيانو په ګډون د نارنج ګل دوديزه مشاعره او مېله ترسره شوه.
دې مشاعرې او مېلې ته چې د وري په ١٢مه د ننګرهار ولايت په مقام کې ترسره شوه، د هېواد د يو شمېر ولايتونو پر سلګونو ليکوالو او شاعرانو سربېره له کوزې پښتونخوا هم يو شمېر ليکوال او شاعران راغلي وو.
د ننګرهار د اصلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم د يادې مشاعرې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د نارنج ګل مېله او مشاعره دوه برخې لري، يوه برخه يې مشاعره ده او د مېلې لپاره مو د لاسي صنايعو او کتابونو نندارتون پرانيستی څو لاسي صنايعو او د کتابونو پلورونکو ته باراز مونده وشي.))
نوموړي وويل چې د نارنج ګل د دوديزې مشاعرې لمانځنه تر نيمې پېړۍ اوړي او هر کال د وري مياشتې په لومړيو کې د دې مشاعرې چمتووالى نيول کېږي.
که ځه هم نيوکې کېږي چې ولې د نارنج ګل مشاعر د ولايت په مقام کې ترسره کېږي؟ خو د اصلاعاتو او فرهنګ رييس وويل: ((د دې مشاعرې لپاره کمېټه ټاکل شوې وه، هغوی ورته دا ځای مناسب بللی دی.))
د نارنج سږنۍ مشاعره که هم په يوه رسمي حکومتي ځای کې وشوه، خو شاعرانو په کې تر ډېر دولت ضد او انتقادي شعرونه وويل.
د غيرت په نوم يوه شاعر وويل: ((په پارلمان کې تش په نوم دي د ملت استازي ـــ بس دوی ېوازې خپل ځانونه او خپلوان پيژني.))
خو يو شمېر شاعرانو بيا د سولې په هيله د جګړو پر ضد شعرونه وويل.
زرلښته حسيني د يادې مشاعرې د لسګونه ښځينه ګډنوالو څخه يوه ده چې پر ستيج يې تر شعر ويلو وروسته له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل: (( ډېره خوشاله يم چې نن د ننګرهار ښځينه شاعرانو ته دا زمينه برابره شوه چې د نارنچ ګل په دوديزه مشاعره برخه اخلي.))
د يادې مشاعرې ګډنوال ليکوال او ژورنالېست بازمحمد عابد پژواک خبري اژانس ته وويل : (( د ولايت په مقام کې دا مشاعره د تېرو کلونو په پرتله څکه ښه وه چې هلته به غونډ تنظيم خراب وو، ډېر پېښې داسې شوي چې د مشاعرې ګډونوال له ونو راغورځېدلي او ياد د زياد رش له امله يې چوکېګانې راپوتي او خلک په کې ژوبل شوي دي.))
د مشاعرې په اږدو کې د ننګرهار د ولسونو په استازيتوب د ننګرهار ولايت يو شمېر قومي مشرانو د ولسونو په استازيتوب د ننګرهار مرستيال والي ته د ولسمشر غني په نوم ته د انتلاتيک ټولنې له لوري” د غوری رهبرۍ “جايزې د ګټولو له امله تقديرنامه ورکړه.
دا ستاينليک چې ليک يې پرسپينو زرو شوی، د ولسمشر غني د کارونو او رهبرۍ ستاينه په کې شوې ده.
د مشاعرې په يوه برخه کې د ننګرهار ولايت د اهل هنود له لوري د” چوب بازی” عنعنوي اټن ترسره شوو چې د مينه والو له لوري يې ښه بدرګه وشوه.
د مشاعرې په بله څنډه کې د ولايت مقام دننه نندارتون پرانيستل شوو وو چې سلګونه کتابونه او لاسي صنايع په کې نندارې ته وړاندې شوې وې.
د وري له پنځمې نېټې وروسته په ننګرهار ولايت کې د نارنج ګلونه غوړيږي، چې په جلال اباد ښار کې يې د شته سلګونو ونو له امله د ښار ښکلا لاپسې ډېره کړي وي.
ياده دې وي چې نارنج ګل دوديزه مشاعره د لومړي ځل لپاره په ١٣٤٤ لمريز کال کې د ننګرهار په سپين غر هوټل کې وشوه.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن