ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانکور اول نومره: هڅې مې د برياليتوب لامل شوې

د کانکور اول نومره: هڅې مې د برياليتوب لامل شوې

author avatar
1 Apr 2015 - 18:40
د کانکور اول نومره: هڅې مې د برياليتوب لامل شوې
author avatar
1 Apr 2015 - 18:40

کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٤): د کانکور ازموينې عمومي اول نومره محمد قاسم محمدي وايي، ډېرې اقتصادي ستونزې يې درلودې، خو دغو ننګونو ته يې اجازه نه ورکوله، چې ښوونې ته يې خنډ وګرځي، ځکه په دې پوهېده چې يواځې د علم له لارې خپلو برياليتوبونو ته رسېدلى شي.

محمد قاسم د ١٣٩٣/١٣٩٤ لمريز کال د کانکور ازموينې په پايله کې، چې ٢٢٦زره کسانو په کې ګډون درلود، له ٣٦٠ نمرو څخه د ٣٥٤،٣٤ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړۍ درجه ترلاسه کړه.

محمد قاسم محمدي د محمدرضا زوى، په ١٣٧٠ لمريز کال د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې کورنۍ يې د اقتصادي ستونزو له امله، دوه ځلې د خپل هېواد پرېښودو ته اړه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې هغه او کورنۍ يې په ١٣٧٦ کال د لومړي ځل لپاره پاکستان ته کډه شول او په پاړاچنار کې يې درېيم ټولګى پاى ته ورساوه.

هغه وويل، چې په ١٣٨٢ لمريز کال د طالبانو واکمنې له پرځېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره بېرته افغانستان ته راستون شو.

د ده په وينا، هېواد ته له راستنېدو وروسته د بغلان ولايت د پلخمري ښار په يوه ښوونځي کې شامل شو، چې په دغه ښوونځي کې يې څلورم او پنځم ټولګي بشپړ او يو ځل بيا د اقتصادي ستونزو له امله، له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شو.

هغه زياته کړه، پلار يې د دويم ځل لپاره د ژوند کولو لپاره د کوېټې ښار غوره وباله، چې کورنۍ يې بيا ياد ښار کې استوګنه پيل کړه.

قاسم وويل، په کوېټه ښار کې يې د پامير د ښوونې او روزنې په لېسه کې ځان شامل کړ او تېر کال د يادې لېسې له دولسم ټولګي فارغ شو.

نوموړي زياته کړه، چې پامير د افغانانو لېسه ده او هغه په ياده لېسه کې له شپږم څخه تر دولسم ټولګي پورې اول نومره و.

محمد زياته کړه، چې هغه درې مياشتې وړاندې په کابل کې د ازموينې ورکولو وروسته له خپلې کورنۍ سره يو ځاى کابل ته راغى او اوسمهال د کابل ښار د لوېديځ له مهديه ښارګوټي سره په نږدې سيمه کې ژوند کوي.

هغه وويل، د مور او پلار او خپلوانو ډېره هڅونه او د هغه هلې ځلې د نوموړي د برياليتوب لامل شوې دي.

هغه زياته کړه، د کورنۍ له ستونزو سره سره يې هڅه کړې، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

محمدقاسم وويل، چې خپلې کورنۍ ته يې د يو څو روپيو د موندلو لپاره غالۍ ګنډلې، خو دغه کار د هغه پر هڅو هېڅ اغېز ونه کړ، ځکه په دې پوهېده چې د علم لار د هغه د برياليتونو يواځينۍ لار ده او دغه هيله، چې له دغې لارې به خپلو خلکو او هېواد ته خدمت کوي، له ستونزو سره د مبارزې په برخه کې هغه ته لا ډېره روحيه ورکوله.

نوموړي زياته کړه، د کانکور په ازموينه کې له دې امله له کومو ستونزو سره نه دى مخامخ شوى، چې د پامير لېسې درسونه د افغانستان د پوهنې له ښوونيز نصاب سره يو شان و او په دې اړه يې ډېره مطالعه درلوده.

نوموړي په دې اړه چې د کانکور د اول نومره د خبر ترلاسه کولو پر مهال يې څه احساس درلود؟ وويل: “که څه هم له انتظاره راته لېرې نه و، خو بيا هم چې کله خبر شوم، نو تر دې اندازې خوشاله شوم، چې هغه خوشالي په خولې نه شم راوړلى.”

هغه له دولتي چارواکو وغوښتل، چې علم او ښوونې ته ډېر پام وکړي، ځکه پوهه د ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي.

محمد د لوړو زده کړو له وزارته ګيله وکړه او ويې ويل: “د لوړو زده کړو وزارت راسره تر اوسه پورې هېڅ اړيکه نه ده نيولې او کوم وړانديز يې هم راته نه دى کړى.”

هغه زياته کړه، اوسمهال هم له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دى او که چېرې دولت له هغه سره د ليليې په برخه کې مرسته ونه کړي، نو ټول وخت د کرايې په ورکولو سره پوهنتون د تلو وس نه لري.

قاسم محمدي، د کابل پوهنتون په ٣٠ کيلومترۍ کې له خپلې کورنۍ سره په يوه کرايي کور کې د مهديه ښارګوټي ترڅنګ ژوند کوي.

د هغه په وينا، له دې امله يې د معالجوي طب پوهنځى ټاکلى، چې په دې برخه کې خپلو خلکو ته په ښه ډول خدمت کولى شي.

 محمدي زياته کړه، هغه د هغو افغانانو ستونزې، چې د درملنې په موخه پاکستان ته ځي، له نږدې ليدلې؛ نو هغه هم له دې همدې امله، ياد پوهنځى غوره کړى دى.

هغه له ځوانانو وغوښتل، چې د ژوند د چارو د پر مخ وړلو لپاره پلان ولري، ځکه کوم کسان چې موخه نه لري، هېڅکله هم پرمختګ نه شي کولى.

محمد قاسم محمدي يو ورور او څلور خويندې لري. پلار يې اوسمهال د کابل ښار د کوټه سنګي په بازار کې د پلاستيکي چپلکو د پلورلو يو لاس ګاډى لري او ورور او خويندې يې د ښوونځيو ترڅنګ غالۍ ووبي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.