ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندهار پوهنتون امنيت دې خوندي شي”

“د کندهار پوهنتون امنيت دې خوندي شي”

author avatar
1 Apr 2015 - 17:03
“د کندهار پوهنتون امنيت دې خوندي شي”
author avatar
1 Apr 2015 - 17:03

کندهار ( پژواک، ١٢ ورى ٩٤ ) : د کندهار پوهنتون محصلين وايي، په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال د خونديتوب احساس نه کوي او اړوند مسوولين بايد د دغه علمي او اکاډميک مرکز د امنيت خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

محصلين دغه غوښتنه تر هغه وروسته کوي چې تېره ورځ د دغه پوهنتون د کرنې پوهنځي مخې ته د ماين چاودنه وشوه چې له امله يې يوازې يو تن سرسري ټپي شو او د پوهنځي د کړکيو ښيښې ماتې شوې.

که څه هم دې چاودنې ډېر زيان نه درلود، خو په يوه علمي او اکاډميک مرکز کې دغسې يوې پېښې ګڼې پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې دي.

د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي يو محصل عبدالسلام وايي، دا ډېرخواشينوونکې ده چې د زده کړې په يوه مرکز کې هم چاودنه کېږي، دا پېښه د محصلينو او عامو خلکو پر ذهنونو ناوړه اغېز کوي.

هغه زياته کړه، دا لومړنۍ پېښه نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم په پوهنتون کې دننه د ماين چاودنې شوې او ان څو مياشتې مخکې د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال په ټولګي کې د ننه د زده کړو پر مهال ووژل شو.

نوموړي پر امنيتي چارواکو نيوکه وکړه چې د دغه علمي او اکاډميک مرکز د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي، چې ښه بېلګه يې پرونۍ چاودنه ده.

ده له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې د دغه پوهنتون د امنيت ساتلو چارې مسلکي نظامي پرسونل ته وسپاري، تر څو محصلين په خوندي چاپېريال کې خپلې زده کړې وکړي.

د محمد نسيم په نوم يوه بل محصل پژواک اژانس ته وويل: ((کندهار پوهنتون ته زرګونه کسان د زده کړې لپاره راځي، امنيتي مسوولين بايد د هغو کسانو مخنيوى وکړي چې د زده کړې پر ځاى د ترهګرۍ لپاره راځي.))

هغه زياته کړه، د حيرانتيا ځاى دا دى چې د امنيتي کسانو په شتون کې څوک څنګه چاودېدونکي توکي پوهنتون ته دننه راوړي او يا هم دلته محصلين په نښه کوي؟

نوموړي د کندهار له ولايتي ادارې وغوښتل چې د کندهار پوهنتون د امنيت خونديتوب ته پاملرنه وکړي او ګومارل شوي امنيتي کسان بايد د هر محصل تلاشي او څارنه وکړي.

د کندهار پوهنتون رييس ډاکتر حضرت مير توتاخېل هم وايي چې په يوه علمي مرکز کې دغه راز امنيتي پېښې اندېښمن کړى دى.

هغه زياته کړه: ((د وطن دښمنان يو ځاى هم ارام نه پرېږدي، ان تعلميي او تحصيلي ادارې هم نه پرېږدي چې محصلين په کې په ارامه زده کړې وکړي او استادان په کې په ډاډه زړه درس ورکړي.))

دى وايي، په دې برخه کې ډېر مسووليت د کندهار امنيتي مسوولينو ته راجع کېږي چې ولې د دغه پوهنتون د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي، ځکه په وار وار يې له هغو څخه غوښتي چې دغلته د امنيت ساتنې لپاره پرسونل ډېر کړي او هغوى ته کافي امکانات برابر کړي.

د نوموړي په وينا، د پوهنتون احاطه ډېره پراخه ده او دا مهال په کې اته زره محصلين زده کړې کوي، چې د امنيت ساتلو ته يې ځانګړي تدابير په کار دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي چې ستونزه تر ډېره د پوهنتون په اداره کې ده، ځکه هغوى د محصلينو منظمه څارنه نه کوي او ډېر مهال ان له محصلينو سره وسلې هم نيول شوې چې په وار وار يې دا موضوع د پوهنتون له مشرتابه سره هم شريکه کړې ده.

هغه زياته کړه، د کندهار امنيه قومانداني هڅه کوي چې د پوهنتون امنيت خوندي او محصلينو ته د زده کړو ارام چاپېريال برابر کړي.

د کتونکو په اند په وار وار ليدل شوي چې په خپله يو شمېر محصلين هم د ناامنيو په پېښو کې ښکېل دي، هغوى د دې پر ځاى چې يواځې خپلو زده کړې وکړي، افراطيت او ترهګري ترويجوي.

په دې برخه تر ټولو ښه بېلګه د کندهار ولايت د مخکني مرستيال عبدالقديم پتيال د وژلو پېښه ده چې څو ورځې وړاندې يې په تړاو څلور تنه نيول شوي، چې دوه تنه په کې محصلين دي.

دغو کسانو منلې چې پتيال يې د ٢٥ سوه زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې د کويټې شورا په لارښوونه وژلى دى. 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.