ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيکا په زابل کې څلور لوبغالي جوړوي

سيکا په زابل کې څلور لوبغالي جوړوي

author avatar
1 Apr 2015 - 12:53
سيکا په زابل کې څلور لوبغالي جوړوي
author avatar
1 Apr 2015 - 12:53

 کلات (پژواک، ١٢ ورى ٩٤): د زابل د مرکز کلات ښار د څلورو ښوونځيو لپاره د لوبو د لوبغالو جوړولو چارې پيل شوې.

په دغه ولايت کې د سيمه ييز ثبات (سيکا) موسسې يوه مسوول کمال احمد د وري په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى اداره د پوهنې تر څنګ له نورو دولتي ادارو سره هم کار کوي تر څو د دولت او ولس تر منځ اړيکې پياوړې شي.

هغه زياته کړه چې په اوسنۍ پروژه کې د کلات ښار اړوند د شيخ مټي، بي بي خالا، کنډک د لېسو او عالي دارالعلوم لپاره ورزشي ميدانونه جوړېږي چې چارې به يې د يوې مياشتې په ترڅ کې بشپړې شي.

د ده په خبره چې د دې پروژې چارې به د يوه کورني شرکت له لوري د څه باندې پنځه ميليونه افغانيو په لګښت مخې ته وړل کېږي.

کمال احمد وايي چې د پروژې له پلې کېدو سره به د لوبغالو جوړېدو تر څنګ لسګونه وزګارو خلکو ته کار هم پيدا شي.

دغه راز د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين پژواک اژانس ته وويل چې د مناسبو لوبغالو نه شتون د زده کوونکو يوه لويه ستونزه وه او جوړېدو ته يې سخته اړتيا وه.

نوموړي د ثبات له سيمه ييز پروګرامه مننه وکړه چې د لوبو تر څنګ يې د پوهنې د رياست له نورو برخو سره هم مرسته کړې ده.

د شيخ مټي فوټبال لوبډلې مشر محمدايوب پژواک ته وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې په زابل کې د ورزش برخې ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې او دوى تر اوسه هېڅ معياري لوبغالی نه درلود.

نوموړي د سيکا له موسسي د منني په ترڅ کې وويل چې دولت او نورې مرستندويې ادارې بايد د ورزش برخې ته پاملرنه زياته کړي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.