هرات (پژواک ١٢ ورى ٩٤): د هرات ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، يوه ځانمرګي بريدګر خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې، خپلو چاودېدونکو ته چاودنه ورکړې ده.
د هرات امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالرووف احمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن مازيګر شاوخوا ٥ بجې د دغه ولايت په انجيل ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل: “په يوه موټرسايکل باندې سپور ځانمرګي بريدګر، چې د امنيتي ځواکونو له لوري تر څارنې لاندې و، له دې وړاندې چې خپلې موخې ته ورسېږي، خپلو چاودېدونکو توکو ته چې په ځان پورې يې تړلي و، د يادې ولسوالۍ په کارته سيمه کې چاودنه ورکړې ده.”
د احمدي په وينا، په ياده پېښه کې يواځې يو ملکي ټپي شوى، خو امنيتي ځواکونو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د هرات د ملي امنيت رياست يوې سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د تر لاسه شويو معلوماتو پر بنسټ، ياد بريدګر کوښښ کاوه چې ښار ته ځان ورسوي، څو د ملي امنيت رياست او يا هم امنيه قوماندانۍ په نښه کړي.
هغه زياته کړه، چې د يادې چاودنې له امله دوه ملکيان ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د انجيل ولسوالۍ د هرات-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې پرته او په هرات ښار پورې تړلې ده.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن